اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د سينې كينسر کمولو لپاره په وخت د خبرتيا كمپائن او احتیاطی تدابیر خپلولو ته اړتيا ده، ميډيا ، سوشل میډیا او علماء كرام دې د سينې كينسر خبرتيا خپرولو كښې د حكومت ملګرتيا وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې د سينې كينسر خبرتيا كمپائن په باقاعدہ توګه پيل كولو په موقع دستورې ته وينا كښې وكړه۔د دستورې په پيل ایوان صدر په ګلابي رنګ روښانه كړے شوے ؤ۔ صدر ووئيل کالجونو او پوهنتونونو كښې په دې اړه د خبرتيا كمپائن چلولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نړۍ كښې د سينې كينسر اخته ميرمنو عمر 70 او 80 كاله دغسې پاکستان كښې د 40 او 50 کالو ترمينځه دے كوم چې تشویشناك دے، ميرمنې د دې ناوړه رنز څخه ساتلو لپاره د خبرتيا كمپائن لپاره پارلماني غړو او د صوبائی اسمبلیو غړو ته خطونه او هینډبل ليږلې شوي،بشپړ د خبرتيا كمپائن په نتيجه كښې به د سينې كينسر كميدو له مرسته تر لاسه شي۔ صدر ووئيل تر څو چې ټولنه كښې ميرمنو له د هغوي حق نه وي وركړے شوے تر هغې ټولنه نه شي مستحکميدې،د ميرمنو محفوظولو كار د ټولنې ذمه واري ده۔ده ووئيل د ميرمنو صحت او تعلیم تر ټولو مهم دي ،مونږ داسې ټولنه غواړو چې پكښې ميرمنې محفوظه وي ،دغسې تعلیم، معاشي او معاشرتي استحکام د ميرمنو لپاره ضروري دے۔ده ووئيل د سينې په كينسر د اخته ميرمنو كورنۍ او بچي نه يواځې ځپلې كيږي بلکه د لكهونو روپو خرڅ كولو باوجود د ليټ تشخیص په نتيجه كښې په لويه توګه ځاني زيان هم كيږي، حکومت اوس په صحت کارډ كښې د سينې د كينسر درملنه شامله كړې كوم چې يو ښه ګام دے خو دې سره سره احتیاطی تدابیر او زر تشخیص ته هم اړتيا ده۔
د سينې كينسر کمولو لپاره په وخت د خبرتيا كمپائن او احتیاطي تدابیر خپلولو ته اړټيا ده، د صدر ډاكټر عارف علوي د سينې كينسر خبرتيا په بابله دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ