اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل محمد ذكاﺀالله د سري لنكا دورې په مهال د سري لنكن اولس مشر ميتهري پالاسي٬وزيراعظم رانيل وكرم سنګهے٬د دفاع دوهم وزير دنيدرا روان وجے وردنے سره جلا جلا ملاقاتونه كړي دي چې پكښې د شريكې خوښې پھ چارو خبرې شوې۔د پاك بحريه وياند له مخې چيف آف نيول سټاف اېډمرل محمد ذكاﺀ الله دا مهال د سري لنكا پھ سركاري دوره تللے دے۔خپلو مصروفياتو كښې ده د ډيموكريټك سوشلسټ ري پبلك آف سري لنكا صدر ميتهري پالاسري سينا٬وزيراعظم رانيل وكرم سنګهے٬د دفاع دوهم وزير دنيدرا روان وجے وردنے او دفاع وزارت سېكتراو س??ه جلا جلا ملاقاتونه كړي۔د سري لنكن اولس مشر او وزيراعظم ملاقات پھ مهال د شريكې خوښې په چارو خبرو شوې۔ اېډمرل ذكاﺀ الله د پاكستان حكومت پالېسۍ له مخې د نړيوالې ورورورلۍ په اشتراك سره بحر هند كښې د امن او امنيت ودې لپاره د پاك بحريه په ھڅو رڼا واچوله۔نيول چيف دا خبره هم ښكاره كړه چې پاكستان به د سري لنكا ځواكونو څخه تربيه٬تكنيكي افرادي قوت او تكنيكي مهارت په اړه هره ممكنه مرسته ترلاسه كوي۔د سرلنكن مشرانو منطقه كښې د مير ټائم سېكورټي ودې له د پاك بحريه هڅې وستائېلې او د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي روابطو س??ه سره ئې د ټريننګ٬شر??كو دورو٬پورټ كالز او شر??كو مشقونو كښې په دفاعي مرسته اطمينان ښكاره كړو۔ده هيله څرګنده كړه چې سباؤن كښې به د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې او دفاعي اشتراك نو?? زيات شي
د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل محمد ذكاﺀالله د سري لنكن صدر ميتهري پالاسي٬وزيراعظم رانيل وكرم سنګهے٬د دفاع دوهم وزير دنيدرا روان وجے وردنے سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado