اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي ټولو لپاره صحت ٬ د تعليم سهولتونه او خوراك باوري كول د نوي نړي??ال نظام هدف پكار دے چې بنياد ئې د اولس او رياستونو ترمېنځه په اخلاق٬ همدردۍ او مساوات ولاړ وي٬ په مفادات اډانه نړيوالو پاليسيو او قوانين باندې د عمل كولو په ځاے نړۍ له نور بشر دوسته او ماحول دوسته پاليسۍ خپلولو ته اړتيا ده٬ د طاقت بدلېدونكي حركيات تسليمول او د ټېكنالوجۍ زيان مند استعمال او اثرات ختمولو ته ضرورت دے٬ دغسې چې بني آدم لپاره يو ښه او محفوظ سباون باوري كړے شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ سينټر فار ايرو اسپيس اينډ سيکيورټي اسټډيز (CASS) اسلام آباد كښې د ګلوبل اسټريټجك تھريټ اينډ ريسپانس نړي??ال كنفرنس د “بدلېدونكې نړي??ال نظام: چېلنجز او موقعو” پرانستې سېشن ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په كنفرنس كښې د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو، د سي اے اېس اېس صدر ائير مارشل فرحت حسېن خان، سفارتي او د دفاعي څانګې ، د تعليم پوهانو، تھنك ټېنکس او د ميډيا نمائندګانو ګډون وكړو۔ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې صدر په دې خبره زور رواړو چې انسانيت له د (Mutually Assured Destruction MAD) غوندې حفاظتي اصولو څخه ډډه كولو ته ضرورت دے ځكه چې دا به انساني نسل لپاره خطرناك ثابت شي۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د انسانيت تحفظ باوري كولو لپاره بېلا بېلو امنيتي پاليسو ته اړتيا ده، د وسلې او د اتومي ??سل?? په تيارۍ اربونه ډالر خرڅ كړې شوي كوم چې د لوږې تندې او د غربت لاره نيولو لپاره په ښه ډول استعمالېدے شول ۔ ده ووئيل نوي ورلډ آرډر له مينه٬ كركه او فوبيا غوندې انساني جذبات تر نظره ساتل پكار دي كوم چې وړاندې د قامونو ترمېنځه د جنګونو سبب جوړېدل ۔ ده ووئيل د انساني فوبيا د همدردي او په اخلاقيات آډانه عقليت او د نړي??ال قوانين سپېځلي اطلاق سره مخنيوي پكار دے۔ صدر عارف علوي سيمه ايز او نړيول امن سره د سلامتيا باوري كولو لپاره د ملګر?? ملتونو په قر??رد??دونو عملدرامد او د نړي??ال قوانين په سپېځلي اطلاق هم زور رواړلو ٬ ده ووئيل د مقبوضه جمو و كشمير مسئله د 75 كالو راهسې د ملګر?? ملتونو په اېجنډا پرته ده خو د يو څو لسيزو راهسې ملګر?? ملتونو د ګڼ شمېر قر??رد??دونو باوجود دا مسئله حل نه كړې شوه۔ ده ووئيل كډوالو سره هم د رنګ او نسل د تفريق نه غېر سلوك پكار دے٬ پاكستان په انساني بنيادونو تر 40 كالو د 40 لكه نه د زياتولو افغانانو كوربتوب كړے٬ ګلوبل وارمنګ او موسمياتي بدلون “تر ټولو زياتې كهمې مسئلې” ګرځولو سره صدر د انساني تصريف په طريقو كښې په بدلون كولو زور رواړولو سره ووئيل د دې نړي??ال چېلنج مخنيوي لپاره يو نړي??ال حل ته اړتيا ده۔ ده ووئيل انسانيت له خپلې ذمه وارۍ پېژندلو سره تل پاتي او ماحول دوسته رويې او پاليسۍ خپلول پكار دي۔ صدر ووئيل پاکستان د ګلوبل وارمنګ له مله سپر فلډ سره مخ دے چې د لكهونو انسانانو په ژوندون او معاش ئې تباه كن اثرات مرتب كړي او اندازه ئې 40 اربه ډالره معاشي زيان ته رسېدلې ده
ټولو لپاره صحت ٬ د تعليم سهولتونه او خوراك باوري كول د نوي نړيوال نظام هدف پكار دے۔ د صدر ډاکټر عارف علوي نړيوال كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ