آستانه ۔ 10 جون (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف د قزاخستان دوه ورځنۍ دورې ترسره كولو څخه وروستو د خالي په ورځ پاكستان ته راستون شو۔ قزاخستان كښې د پاتې كېدو په مهال وزیراعظم د شنګھائی مرستې تنظیم سټیټ قونصل مشرانو 17 مه غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دې غونډه كښې پاکستان ته د تنظیم بشپړه غړېتوب وركړے شو۔ پاکستان د كال 2005ء څخه د تنظیم د مبصر هېواد په توګه كار كولو۔ پاكستان د تنظيم د بشپړه غړي جوړېدو خواست په كال 2010ء كښې كړې وو۔ د مشرانو غونډې په سائيډ لائن وزیراعظم د قزاخستان، ازبکستان ، افغانستا?? او روسيه اولس مشرانو سره ملاقاتونه وكړل۔ وزیراعظم دې لارښودو سره د شريكې خوښې په چارو ، ددوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو او د منطقې ام?? او سوكالۍ ته وده وركولو له په بېلو تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم سره د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هم ملاقات وكړو۔ دې سره سره وزیراعظم د نورو مشرانو سره آستانه كښې د اېکسپو2017 پرانستې دستوره كښې هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم سره خارجه سلاكار سرتاج عزیز ، د تجارت وزیر خرم دستګیر خا?? او د پټروليم دوهم وزير ??ام کمال هم موجود وو۔
وزيراعظم محمد نواز شريف د قزاخستان دوه ورځنۍ دورې ترسره كولو څخه وروستو پاكستان ته راستون شو
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina