اسلام آباد 23اپریل (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار وئيلي دي افغانستان كښې امن د ګاونډيانو او په خاص توګه پاکستان له ضروري دے۔ د اتوار په ورځ واشنګټن كښې د افغانستان خپل همڅنګ اکلیل احمد حاکمی سره د ملاقات په مهال د خزانې وزير هغه پاکستان ??ښې د معاشی صورتحال او کامیابیو په اړه خبر كړو۔ د خزانې وزارت جاری شوي بيان له مخې د خزانې وزير په موقع مجموعی قامی پیداوار (جی ډی پی) شرح نمو كښې د زياوالې په اړه د حکومت د اړخه پورته كړې شوي ګامونو څخه هم د افغانستان خپل همڅنګ خبر كړو ۔ ده ووئيل پاکستان د كوټلې اقتصادی پرمختګ پلو روان دے۔ په دې مهال د خزانې دواړه وزيران دې خبرې ته سلا شول چې د دواړه هېوا??ون?? كوټلې اقتصادی او تجارتی پالیسو ښه معاشی نتيجې او د پرمختګ اهداف ترلاسه كيدې شي۔اسحاق ډار د افغانستان په پوځي کیمپ د بريد غندنه وكړه كوم كښې چې ګڼ كسان مړه او ژوبل شوي۔ ده سيمه كښې د امن او امان په خاطر افغانستان سره په ګډه كار کولو له د پاکستانی عزم پخلې وكړو ۔ ده ووئيل د دواړه ګاونډيانو قوي اړيكو سره د امن مطلوبه مقاصد ترلاسه كول باوري كيدې شي۔
افغانستان كښې امن د ګاونډيانو او په خاص توګه پاکستان له ضروري دے،
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل