اسلام آباد 20 جون (اے پي پي)د خارجه وزارت وياند وئېلي دي چې په چين كښې زدكړې ترلاسه كونكو 90 پاكستانيانو وړومبۍ ډله د يو خاص چارټرډ پرواز د لارې بېرته چين ته رسېدلې۔وياند د ګل په ورځ د جاري شوي بيان كښې وئېلي چې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د مئي په 22مه نېټه په چين كښې د اسټېټ كونسلر او خارجه وزير وانګ سره د ملاقات په مهال د پاكستاني زده كونكو چين ته بېرته تللو لپاره خاص خواست كړې ؤ۔د خارجه وزارت٬د تعليم او پېشه وارانه تربيې وفاقي وزارت٬اېچ اي سي او په بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې د زده كونكو په بېرته تللو كښې د آسانۍ وركولو په هڅو كښې هلې ځلي كړې دي۔وياند له مخې د پاكستان حكومت د زده كونكو د دې ډلې بېرته تللو په فعاله كولو د چين حكومت مننه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ