اسلام آباد 15 اپریل (اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود شاهد خاقان عباسي وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف د روژې مباركې مياشت تر مخه اولس ته د رېليف وركولو لپاره د پېټروليم مصنوعات په بيعو كښې د زياتوالي په اړه د اوګرا سمري مسترد كړی٬د پېټرول او ډيزل بيعې منجمد كولو په اړه پخواني وزيراعظم د كابينې څخه منظوري نه وه اخستې٬تېر حكومت خپل شهرت او اولس ګمراه كولو لپاره ناسمه پريكړه كړې د كومو به چې د پاكستان په معيشت ژور اثرت مرتب كېږي او د دې حل راويستل ضروري دي٬آئي اېم اېف سره به د مسئلو حل كولو هڅه كوو٬د بجټ معامله به اولس ته وړاندې كولې شي٬ دوست هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو باوجود د مرستې خبره نه د اړيكو خبره كېږي٬د هېواد ښه والي لپاره به كار كوو۔د جمعې په ماښام د خزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل سره پرېس كنفرنس كولو په مهال شاهد خاقان عباسي ووئيل تېر حكومت تر آخري ورځو د پېټرول بيعه 149 روپۍ ساتلو پريكړه كړې او دا يې تر 30 جون د برقرار ساتلو وئېلې دي ٬د پېټرول او ډيزل بيعو په اړه د كابينې څخه منظوري نه وه اخستې شوې او د يو خط په بنياد يې پريكړه كړې٬ ده ووئېل په دې پريكړه په تېرو 15 ورځو كښې 35 اربه روپۍ د پاكستان حكومت ادا كړي۔ده ووئيل كه چرې تر 30 جون د پېټرول او ډيزل بيعې په ځاې وساتلې شوې نو 240 اربه روپۍ به حكومت د خپلې خزانې څخه ادا كوي٬حكومت به 2400 كروړه روپۍ اضافي قرض اخستو نه دا رقم ادا كوي۔ده ووئيل د وفاقي حكومت كلنه خرڅونو حجم 520 اربه روپۍ دے او يوازې د پېټرول او ډيزل لپاره 240 اربه روپۍ وركول وي۔دا يوازې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام لپاره د بېلو كړو روپو د 3 مياشتو برابر دي ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل كوم هم وګړے چې 60 ليټر پېټرول استعمالوي په هغې حكومت 1200 روپۍ قرض سبسډي وركوي٬په 60 ليټر ډيزل 3000 روپۍ سبسډي ده٬ ده ووئېل په ڼړۍ كښې داسې كوم هم هېواد نشته چې اخستونكې بيعې څخه په لږه بيعه پیټرول او ډيزل خرڅوي۔ده ووئيل د اوګرا لخوا چې كومه سمري راغلې وه په هغې كښې د پیټرول نوې بيعه د 150 روپو نه 171 او ډيزل د 145 نه 196 روپۍ كول وو كومه چې وزيراعظم شهباز شريف قبول نه كړه او پريكړه يې وكړه چې دا مهال مونږ په حكومت كښې يو ٬ دې ته به ته به كتل وي ځكه يې د پیټروليم منصوعاتو په بيعو كښې كومه اضافه ونه كړه۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكستان آئي اېم اېف او قرض وركونكو نړيوالو ادارو سره په پېټړول او ډيزل د ټېكس اخستو لوظ كړے ؤ ۔شاهد خاقان عباسي ووئيل نن پاكستان چې كوم پېټرول په 150 روپۍ خرڅوي په دې كښې په يو ليټر پیټرول 21 روپۍ او ډيزل 51 روپۍ سبسډي ده۔ده ووئيل نن د پېټروليم مصنوعاتو د اخستو او خرڅولو په بيعو كښې چې كوم فرق دے دې څخه هر مياشت 200 اربه روپۍ زيان كېږي
وزيراعظم د روژې مباركې مياشت تر مخه اولس ته د رېليف وركولو لپاره د پېټروليم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي سمري مسترد كړه ۔ د شاهد خاقان عباسي او مفتاح اسماعيل پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا