اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پيپلز پارټۍ په مجموعي قرض كښې 32 فيصد، مسلم ليګ (ن) 56 فيصد او موجوده حكومت په 3 كلونو كښې 21 فيصد اخستے دے،حكومت د كال 3 زره اربه قرض بېرته ستنوي ، موجوده حكومت د پيپلز پارټۍ او (ن) ليګ اخستلے قرض بيرته وركوي،كه د بجټ څخه په قرضونو د سود وركول لرې كړے شي نو د حكومت پرائمري بيلنس سرپلس دے يعني د بجټ له مخي حكومتي آمدن د خرڅونو څخه زيات دے۔د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د بلاول زرداري په بيان خپل غبرګون كښې ووئيل 2008 كښې بهرني قرضونه 46 بليونه ډالره وو كوم چې تر 2013 60.09 مليونه ډالرو ته رسيدلي، د پيپلز پارټۍ په دور كښې بهرني قرضونه 32 فيصد زيات شوي۔2013 نه تر 2018 د هېواد قرضونه 95.24 بليونه ډالره ته رسيدلي۔ده ووئېل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې بهرنے قرض 56 فيصد زيات شوے۔ د اوسنې حكومت تر مارچ 2021 مجموعي قرض 21 فيصد دے۔ده ووئېل اوسنے حكومت د پيپلز پارټۍ او (ن) ليګ اخستے شوي قرضونه بيرته وركوي۔ده ووئيل ټولي كاميابۍ د وزيراعظم عمران خان د ښو پاليسو او پريكړو په سوب ترلاسه شوي۔ ده ووئېل تيره ورځ پاكستان سټاك ايكسچينج كښې د 1.5 اربه شئيرز كاروبار يو نوے ريكارډ دے او د سرمايه كارو كلك عزم به د نوري كاميابۍ لارې پرانيزي۔ده ووئيل بلاول صاحب، ستاسو ته د پاكستان د مجموعي قامي پيداوار (جي ډي پي) 4 فيصده پرمختګ ولې نه هضميږي ٬ د كووډ۔ 19 له امله د هند مالي كال په بشپړيدو ګروتھ منفي 8 فيصد ، د برتانيې ګروتھ منفي 9.9، د بنګله دېش 1.6فيصد ، د تركيې 1.8 باندې ولاړ دے،كه دا چيلنجز نه وو نو زمونږ ګروتھ به نور هم ښه شوے ؤ
د پيپلز پارټۍ په دور كښې د بهرنو قرضونو حجم 32 فيصده، د مسلم ليګ (ن) په دور كښې 56 فيصده زيات شوے ، بجټ كښې په قرض كه سود وركول لرې كړے شي نو حكومتي آمدن د خرڅونو څخه زيات دے، د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د بلاول زرداري په بيان غبرګون
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری