اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وزير مرتضيٰ سولنګي چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېك) د پاکستان په پرمختګ كښې سنګ ميل ګرځولو سره وئيلي دي حكومت د سي پېك په منصوبو كښې د سهولت وركولو لپاره هڅې جاري ساتلې دي٬ سي پېك د روډ انفراسټرکچر، پاور سېکټرز او په صنعتي زونز كښې د 62 اربه ډالره د كاميابو منصوبو په شكل كښئ اهم سنګ ميل سر كړے ، د روډ انفراسټرکچر، ګرين انيشيټو، ټيکنالوجي، ايکسپورټ پروسېسنګ زونز٬ اېم اېل ون او د خاص اقتصادي زونز پحقله به ډر زر ښه خبرونه راشي، لنډ مهاله حكومت د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې زياته كمي كولو سره اولس ته ريليف وركړے ٬ زمونږ هڅه ده چې وفاقي حكومت او صوبائي او ضلعي انتظاميه د پټروليم مصنوعات په بيعه كښې د كمي ګټه اولس ته منتقل كړي۔ د ګل په ورځ د بحريه يونيورسټي او د چائنا ميډيا ګروپ تر سېوري لاندې د سي پېك آرټ نندارتون ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل سي پېك د G2G نه B2B ته داخل شوے او د دې په سبب د دواړٶ هېوادونو د اولس ترمېنځه روابط زيات شوي او د چين او پاكستان اړيكې لا قوي كېږي۔ ده ووئيل دا حقيقت دے چې فن او كلتور په انساني ژوند ژور اثر پرېباسي، دا د ډاډ وړ خبره ده چې په نندارتون كښې نه يواځې فن وړاندې كېږې بلكې په دې كښې انټريکټو ميډيا هم شامله كړې شوې ، هيله لرو چې نوې انټريکټو ميډيا به ځوانان خپل پلوراغب كړي۔ وفاقي وزير ووئيل په پاليسو عملدرآمد باوري كولو سره حكومت په سي پېك منصوبو كښې د سهولت وركولو بشپړه هڅې كوي ۔ ده بحريه يونيورسټي او چائنا ميډيا ګروپ ته د آرټ نندارتون په تابيا كولو مباركي وركولو سره ووئيل مونږ سږ كال د سي پېك لسمه سالګره لمانځو، زه باور لرم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي او مرسته به نوې لوې كچې ته ورسي۔ ده ووئيل نګران د حكومت وزيراعظم انوار الحق کاکړ په چين كښې په درېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ ده ووئيل حكومت لوظ كړے چې په كوم حالت كښې هېواد راته ترلاسه شوے د ھغې نه به په ښه حالت ئې پرېږدو۔ ده ووئيل په تېره اوونۍ كښې د جمعې په ورځ زمونږ سټاك ماركيټ لوړې كچې ته رسېدلے ٶ، نړيوالې ادارې هم په راتلونكي كال كښې د پاكستان په جي ډي پي كښې د دوه چنده اضافې پېشنګوئي كوي۔ ده ووئيل مونږ هڅه كوٶ چې په پاكستان كښې سياسي استحكام راپېدا شي، هېواد كښې الېكشن وشي٬ پاكستان چې مخ په وړاندې لاړ شي نو د سي پېك ګټه به هم پورا رامخې ته شي
سي پېك د هېواد په پرمختګ كښې د سنګ ميل حېثيت لري، روډ انفراسټرکچر، ګرين انيشيټو، ټيکنالوجي، ايکسپورټ پروسېسنګ زونز او د خاص اقتصادي زونز پحقله به ډر زر ښه خبرونه راشي۔ د اطلاعات او خپرونو نګران وزير مرتضيٰ سولنګي د سي پېك آرټ نندارتون ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات