اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د انفارمېشن ګروپ سينئر چارواكي اختر منير د ګل په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) د منېجنګ ډائرېکټر (اېم ډي) د چوكۍ ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي۔ د وفاقي حكومت لخوا د مئي په 27مه نيټه كال 2022 د جاري كړې شوې اعلاميې د لارې د ګرېډ-20 سينئر آفسر اختر منير د قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي مشر مقرر كړې شوې۔ د دې نه وړاندې اختر منير د فروري كال 2020 څخه د پاكستان صدر د پرېس سېكتر/انفارميشن اېډوائزر په توګه خدمات ترسره كول۔ اختر منير د پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن په ځائ تعينات كړې شوے څوك چې د پي آئي او ټاكلې كېدو نه وړاندې د جون 17مې نيټې كال 2021 څخه د اے پي پي اېم ډي تعينات ٶ
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل