اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن سره د بينظير انكم سپورت پروګرام مشرې ماروي مېمن د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ليدلې دي او هغه له يې د قامي٬سماجي او اقتصادي رجسټري(اېن اېس اي آر)آپډېټ لپاره شوې سروے په اړه بريفنګ وركړے۔اولس مشر د اېن اېس اي آر آپ ډېټ لپاره جاري پائېلټ سروے په كاميابۍ د بي آئي اېس پي انتظاميې ستائنه كړې ۔ده ووئيل په سروے كښې راجمع كړی شمېره به د پالېسۍ جوړولو لپاره مهمه وګرځي۔اېن اېس اي آر يوه قيمتي اثاثه ده كومه چې نه يوازې حكومت كاروي بلكې نورې ادارې هم د غريبانو ښېګړی لپاره د پرمختيائي پروګرامونو په ډيزائنګ او عملدرآمد د اېن اېس اي آر ډېټا ګاروي ۔اولس مشر د اېن اېس اي آر اپ ډېټ لپاره د سروے پھ اړه چيئرپرسن ماروي مېمن ته ووئيل بي آئي اېس پي د هېواد وړومبنۍ متحرك اېن اېس اي آر اندراج له چمتو دے ځكه چې پخوانې اېن اېس اي آر د آبادۍ سماجي اقتصادي حالت كښې بدلون له د خيال ساتلو جوګه نه ؤه۔د ډېټا معيار زياتولو لپاره د غريبۍ په سكور كارډ نظر ثاني شوې ماروي مېمن ووئيل پائېلټ ضعلو هري پور٬بهاولپور٬نسير آباد او سكهر كښې د ډسك رجسټرېشن څخه ښې نتيجې رامخې ته شوي٬ 12 پائېلټ ضلعو كښې كور په كور سروے لپاره د همكار فرمونوSEBCON او AASA كنسلټننګ خذمات ترلاسه كړې شوي۔ دې ووئېل كلسټر اے ضلعو فېصل آباد٬چكوال٬ليه٬ميرپور او كلسټر بي ضلعو چارسده٬لكي مروت٬ګلګت او مومند ايجنسۍ كښې SEBCON به كور په كور سروے ك??ي دغسې كلسټر سي ضلعو جېكب آباد٬ټهټه او قلعه سېف الله كښې به AASA د اېن اېس اي آر اپ ډېټ كولو لپاره د سروے ا??تدائي پراؤ به تر اګست 2017 بشپړ شي او د دې نه پس به ستمبر 2017 كښې د ټول هېواد سروے پېل كولې شي۔
اولس مشر ممنون حسېن سره د بينظير انكم سپورت پروګرام مشرې ماروي مېمن وليدل
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا