ملګري ملتونه ۔15مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د سلامتي كونسل صدر ته په لېږلې خط كښې د هند لخوا په پاكستان كښې د هندي سپرسونك توغندي پرېوتو پېښې په اړه د ګډې پلټنيو كولو غوښتنه كړې او د هند لخوا د دې پېښې په اړه شوې پلټنې ئې مسترد كړي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د مارچ مياشتې صدر او د متحده عرب امارات سفيرې لانا زکی نصیبه او د ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګورترېش ته ليكلي شوي خط كښې د هند لخوا د پاكستان د فضائي حدونو په خلاف ورزۍ اندېښنه ښكاره كولو سره غوښتنه كړې چې د هندي چارواكو لخوا وركړے ساده سپيناوے دا ډول سنګينه مسئله حل كولې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو فضائي حدونو خلاف ورزي كومه چې د نړيوال اېوي اېشن سېفټي پروټوكول هم خلاف ورزي ده٬ سخت غندنه كوي۔ ده ووئيل دا ډول غېر ذمه واره پېښه د هند د ایئر سېفټی او د سيمه ايز امن او استحكام په لړ كښې د هند د غېر سنجيده رويې عكاسي هم كوي۔ پاكستاني خارجه وزير ووئيل نړيواله ورورولة او په خاص توګه سلامتي كونسل دې د دې پېښې فوري نوټس واخلي۔ ده ووئيل د پاكستان د حد دننه د توغندي توغولے كېدو پېښې په نتيجه كښې يو شمېر خلق ځاني زيان سره هم مخ كېدے شول۔ خارجه وزير د نړۍ پام د هند پرله پسې جارحانه او غېر ذمه وارو ګامونو ٬ په لويه كچه د هند وسلو جوړولو ٬ د هند جارحانه پوځي اصولو او د قوت ښودلو تګلارې پلو وګرځولو كوم چې ټول عمري له په سوئيلي آسيا كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام لپاره خطر پاتې شوے۔ ده غوښتنه وكړه چې هند دې په حادثاتي توګه د توغندي لانچنګ مخنيوي له د پورته كړو ګامونو او تګلارې وضاحت وكړي او دا دې هم په ډاګه كړي چې دا توغندے آخر څنكه پاكستان ته داخل شو۔ د پاكستان خارجه وزير پوښتنه وكړه چې هند د توغندي په اړه پاكستان په سمدستي توګه ولې نه دے خبر كړے ۔ ده ووئيل هند له به دا هم په ډاګه كول وي چې دا توغندے د هند خپلو وسله والو ځواكونو هېنډل كړے ؤ يا دې كښې كوم نور عناصر ككړ وو۔ پاكستاني خارجه وزير شاه محمود قرېشي په خط كښې د دې لوظ هم پخلے وكړو چې پاكستان د هند په شمول ټولو خپلو ګاونډيانو هېوادونو سره سولييزې اړيكې غواړي
د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملګرو ملتونو او سلامتي كونسل ته خط ٬د هندي سپر سونك توغندي پرېوتو پېښې په اړه د پلټنيو غوښتنه٬ د هند لخوا شوې پلټنې مسترد كړے شوې
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha