اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د تعليم او روغتيا په بنياد يو صحت مند او پرمختللے قام جوړېږي، سمې پرېكړې او خپل ذهانت كارولو سره مونږ په نړۍ كښې زر خپل مقام ترلاسه كولے شو، بايد د كمې آبادۍ صوبو لپاره د زيات فنډز وركولو په اړه لائحه عمل اختيار كړے شي او د كورنۍ منصوبه بندې په اړه پېغام هر يو كور ته ورسولے شي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په نسټ پوهنتون كښې د آبادې په موضوع د كلن كانفرنس پرانستې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په كانفرنس كښې د نسټ رېكټر لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ جاوېد محمود بخاري، د ملګرو ملتونو د پاپولېشن فنډ پاكستان استازي ډاكټر بختيار قادروف ، د پاپولېشن اېسوسي اېشن آف پاكستان صدر ډاكټر غلام محمد عارف، د پوهنتون ښوونكو او زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو. كانفرنس ته په خپله وېنا كښې صدر مملكت ووئيل بايد د كورنۍ منصوبه بندې په اړه پېغام هر يو كور ته ورسولے شي. د اوسي دور تقاضا ده چې پرېكړې په تندې سره وكړې شي. ده ووئيل زياتېدونكي آبادي يو لوي چېلنج دے، هېواد د تېرو 30 ، 50 كلونو نه دې چېلنج سره مخ دے. د بنګله دېش او اېران په شان اسلامي هېوادونه په آبادۍ كښې د اضافې مسئلې په مخ نيوي كښې بريالي شوي. بايد مونږ د ذرائع ابلاغ د لارې اولس ته په دې لړ كښې خپل پېغام ورسوو، ده ووئېل علماﺀ كرام هم په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كولې شي. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د كورونا بحران په مهال په دوو كلونو كښې مېډيا زمونږ ډېره مرسته كړې ، بايد په آبادې كښې د اضافې په نتيجه كښې د پېدا كېدونكو ستونزو په اړه هم هر كور ته پېغام ورسولے شي. ده ووئيل پاكستان به تر راتلونكو دوو كلونو د مانع حمل مصنوعات مېنوفېكچرنګ پېل كړے. ده ووئيل صحت په هر يو كور آغېز پرېباسي، بايد په كورنۍ كښې توازن پېدا كړے شي، لېډي هېلتھ وركرز او مډوائف د زياتېدونكې آبادې او كورنۍ منصوبه بندې په اړه هر يو كور ته پېغام رسولې شي. صدر ووئيل مېرمنې په معاشي توګه د مستحكم كولو ضرورت دے
د تعليم او روغتيا په بنياد يو صحت مند او پرمختللے قام جوړېږي. د صدر ډاكټر عارف علوي د آبادۍ په موضوع د كلن كانفرنس پرانستې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج