اسلام آباد 30نومبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي به(نن)د شورو په ورځ د پروټېكشن آف جرنلسټس اينډ مېډ??ا پروفيېشنلز(ايكټ)بل 2021 لاس ليك كوي كوم به چې د رسمي قانون شكل اختيار كړي۔په دې لړ كښې به په بل د لاس ليك دستوره په ايوان صدر كښې كېږي۔د يادونې وړ ده قامي اسمبلۍ د نومبر په 8مه نېټه كال 2021 او سېنېټ د نومبر په 19مه نېټه كال 2021 د خبريالانو او مېډ??ا پروفيشنلز تحفظ(ايكټ)بل 2021 منظوري وركړې وه۔د دې بل له مخې به خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنل ته د رازدارۍ حق ترلاسه شي۔دوي به د پېشه وره ذمه وارو په خپلواكه توګه او بې پرې ترسره كولو له د رائے د اظهار حق لري٬دوي به د شخصي ژوند ٬ كور او د ذاتي خط او كتابت پشمول د اليكټرانك خبرو اترو پرائيوسي او د خپل خبر د ذريعو پټ ساتلو حق هم ولري دغسې د كوم هم سړي يا ادارې لخوا د جبر٬تشدد٬يرې ترهې او د دړكو وركولو سره د جبري ګمشدګۍ په ضد تحفظ به هم ولري۔دوي به د خبر ذريعه په ښودلو هم مجبورېدے نه شي۔۔دغسې مېډيا مالكان به خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز ته د ټاكلي معيار ترمخه لائف اينډ هېلت انشورنس وركوي او مېډيا مالكان به خبريالانو ته په وخت د تنخا وركولو هم پابند وي۔د بل ترمخه د خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز تحفظ او د ګيلو خپلواكه پلټنو او زر تر زره ازالې لپاره به يو آزاد كمېشن جوړولے شي چې پكښې به د پاكستان بار كونسل ٬ پي اېف يو ??ے ٬ نېشنل پرېس كلب٬پي آر اے ٬ د بشري حقونو وزارت٬د اطلاعات او خپرونو وزارت استازي شامل وي۔وفاقي حكومت به د كمېشن چيئرمېن د دوو كلونو لپاره غوره كوي٬په كمېشن كښې به د لږو نه لږې درې مېرمنې هم شاملې وي۔د بل ترمخه د آئين آرټيكل 9 مطابق به د خبريالانو او د مېډ??ا پروفېشنلز د ژوند حق باوري كولې شي كوم داسې كس يا اداره به داسې اقدام نشي كولې چې ورسره د كوم خبريال او مېډ??ا پروفېشنلز د ژوند حق او حفاظت خلاف ورزي كېږي۔حكومت به خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز ته د جبري ??ا په رضا كارانه توګه د وره كېدو يا تښتونې څخه تحفظ وركوي او بې يرې ترهې به خپل كار كولې شي۔دا خبره به باوري كولې شي چې د دوي د رازادارۍ حق كوم كس٬افسر٬ايجنسۍ يا اداره پامال نه كري۔د خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز د رائے د اظهار حق به د رائج قوانين ترمخه وي دغسې د بل ترمخه د قوميت نسلي٬مذهبي منافرت ودې لپاره د امتياز ٬ تشدد يا د يرې ترهې په خپرېدونكو موادو به بندېز وي او په نسلي٬لساني٬كلتوري ??ا په صنفي نفرت خپرونكو موادو په تخليق به هم بندېز وي۔په بل كښې د خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز لپاره دا خبره لازمي ګرځولې شوې چې د داسې موادو اشاعت به نه كېږي د كومو چې د ناسمه يا بې بنسټه علم نه لرلے كېږي ۔څوك چې په داسې كولو كښې ناكامه راشي د هغه په ضد به مقدمه چلولې شي۔د سركاري ملازم يا ادارې د اړخه په خبريالانو او مېډ??ا پروفيشنلز تشدد او د ناوړه خلې خوځولو په صورت به ځپلے كس په 14 ورځو كښې دننه د كمېشن په وړاندې خپله ګيله درج كولې شي دغسې وفاقي محتسب يا متعلقه اداره به په 14 ورځو كښې د زورونې په ضد پلټنې او قانوني كاروائي كوي۔د خبريال په شكايت به كمېشن مشاورتي كمېټي جوړوي دغسې چې پريكړه وكړې شي چې شكايت اورېدل پكار دي يا نه۔كمېشن به دا خبره باوري كوي چې د خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز په شكايت قانوني كاروائي وكړي۔په خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز تشدد٬جبر او د دړكې وركولو د سزا څخه به هېڅ څوك استثنٰی نه لري۔ځپلو خبريالانو او مېډ??ا پروفېشنلز له به قانوني معاونت هم وركولې شي۔د بل ترمخه كمېشن به د خبريالانو او د مېډ??ا پروفېشنلز په شكايت د حكومت او استخباراتي ادارې يا اتهارټي څخه معلومات ترلاسه كولې شي د هغوي څخه به رپورټ دستاويزات٬ډېټا او شواهد غوښتلے شي۔اړوند حكومت او ايجنسي يا اداره به په 14 ورځو كښې پلټنې او كاروائي كوي۔كمېشن به نزدې د سول كورټ اختيارات لري٬ كوم جرائم چې د كمېشن اختيار نه وي نو معامله به مجسټرېټ ته لېږلې شي۔د كمېشن په وړاندې سماعت به عدالتي سماعت ګڼلے شي۔په ښه نيت كړو اقداماتو به كمېشن او افسرانو ته استثنٰی ترلاسه وي۔مېډ??ا پروفېشنلز ته د دړكو وركولو٬د جبر او تشدد كاروائيو په ضد زر تر زره او موثره پلټنو او قانوني كاروائي څخه به څوك هم استثنٰی نه لري۔
صدر ډاكټر عارف علوي به(نن)د شورو په ورځ د پروټېكشن آف جرنلسټس اينډ مېډيا پروفيېشنلز(ايكټ)بل 2021 لاس ليك كوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ