اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي په بلوچستان كښې كوم عمليات نه كېږي٬ د اګست 26مې نيټې پېښه معم??لي پېښه نه ده٬ مونږ ته معلومه ده چې د دې وروستو څوك دي٬دا د اېس سي او مشرانو كنفرنس ته د زيان رسولو هڅه ده ٬ چې كوم خلق رياست تسليموي هغوي به په سر سترګو قبلوو خو چې څوك رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګري دي٬مونږ به د هغوي بندوبست كوو۔د جمعې په ورځ په سېنېټ كښې د بلوچستان په صورتحال د بېلو غړو په ځواب كښې داخله وزي?? ووئېل په نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره چې كومې پري??ړې شوي وې ايپكس كمېټي د هغې جائزه اخلي او صوبو او اړوندو ادارو سره كوآرډينېشن كوي٬پارليمنټ سپريم دے او سپريم به وي په دې كښې هېڅ چاله شك نه دې پكار۔ده ووئيل په بلوچستان كښې كوم عمليات نه كېږي٬پرون وزيراعظم په كوئټه كښې موجود ؤ ٬ سټيك هولډرز سره د هغه ملاقات شوے او د هغوي څخه يې رائے هم اخستې ده ۔ده ووئيل چې كوم خلق رياست تسليموي هغوي به په سر سترګو قبلوو خو چې څوك رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګري دي٬مونږ به د هغوي بندوبست كوو٬ مونږ ټولو له د هغو په ضد رايوځاې كېدل پكار دي چې څوك د رياست په ضد ځي٬د هغوي په ضد به مونږ ټول يو موټے يو۔داخله وزي?? ووئيل چې تر څو چې د بلوچستان د مسئلې خبره ده ٬وزيراعظم سي ټي ډي لپاره 5 اربه روپۍ بېلې كړي٬د هر ډويژن لپاره يو يو ارب روپۍ جلا مختص ??ړې شوي كومې چې د ځايې اېم پي اے٬اېم اېن ايز سره په ګډه د خلقو ځايې مسئلې حل كولې شي۔داخله وزي?? ووئيل ما وړاندې هم د بلوچستان دوره كړې٬ګڼ شمېر پري??ړې شوي ٬ د وړو وړو مسئلو مونږ د حل كولو هڅه ??ړې ۔د اګست په 26مه نېټه چې كومه پېښه شوې٬دا معمولې پېښه نه ده٬د دې باقاعده منصوبه بندي شوې٬ترهه ګرو تنظيمونو په ګډه دا ترهه ګري ??ړې ده ۔
څوك چې رياست نه مني او ټوپك راخلي هغه ترهه ګر دي٬په بلوچستان كښې كوم عمليات نه كېږي۔محسن نقوي
Mahjong Road Honest Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔














