اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي د سپيکر اياز صادق د پ??رل??ان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته چېټۍ ليكلې٬ د خاص چوكو پحقله د پرېكړې په سبب يو شمېر پوښتنې رامخئ ته شوي٬ په يو ګوند كښې شامل شوے كس بيا په دوېم كښې څانګه شاملېدې شي؟ يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح حق ترلاسه نه دے٬ آئين كښې د قانون سازي او د بدلون كولو اختيار صرف پ??رل??ان سره دے?? د ??يارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د سپيکر اياز صادق د پ??رل??ان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته د ليكلې شوې چيټۍ پحقله د حكومت موقف اولس ته رسېدل پكار دي٬ سپيکر تل خپلې چوكۍ سره انصاف كړے او په ايوان كښې موجودو ټولو سياسي ګوندونو سره يې ښه رويه لرلې او دا هڅه ئې كړې چې د يو غړي حق تلفي ونه شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د غړو پحقله چې كله قرارداد ايوان ته وړاندې كړے شو نو سپيكر رولنګ وركړو او نه يوازې د دوي پروډکشن آرډر ئې جاري كړو بلكې د غړو د حقونو تحفظ لپاره ئې كمېټي هم جوړه كړه ۔د سپيكر كردار تل د پ??رل??ان سرلوړۍ او د غړو د حقونو تحفظ لپاره ښه پاتي دے او د سياسي ګوندونو غړو تل د سپيكر د پرېكړو تائيد كړے۔ ده ووئيل نن د پ??رل??ان بر لاسي لپاره سپيکر چيف اليکشن کمشنر ته چيټۍ ليكلې ده كومه چې د پاكستان د پ??رل??ان په تاريخ كښې يو مهم سنګ ميل دے٬ ده ووئيل په آئين كښې پ??رل??ان ته د قانون سازۍ حق ترلاسه دے، دا اختيار بلې ادارې سره نشته٬ اولس خپل نمائندګان ايوان ته رالېږي او دوي ته حق وركوي چې په ايوان كښې قانون سازي او آئين كښې بدلونونه وكړې ??ي۔ ده ووئيل سپيكر خپله چيټۍ كښې بالكل درست وئيلي دي چې په اليکشن ايکټ 2017 كوم كښې چې كوم بدلون شوے په ھغې كښې د وړاندې نه دا رول شته چې آزاد كانديد په 48 ساعتو كښې يو نه يو ګوند كښې شاملېدے شي ۔ ده ووئيل په يو ګوند كښې شامل شوے كس څنګه بيا په بل كښې شاملېدے شي؟ ده ووئيل تېروتنه د تحريک انصاف څخه شوې وه٬ تحريك انصاف له په داسې ګوند كښې شاملېدل پكار وو چې ھغه وجود لرلٶ خو دوي په سني اتحاد کونسل كښې شامل شول د كوم چې په ايوان كښې وجود نه ٶ او بيا د يوې پرېكړې ?? لارې دوي ته دا حق وركړے شو چې تاسو په تحريك انصاف كښې شامل شئ۔ ده ووئيل د آرټيکل 63 اے تشريح د خپل خواهش ل?? مخې شوې او په دې كښې د پ??رل??ان د بر لاسي خيال نه دې ساتلے شوے او چې كله د خاص چوكو پرېكړه راځي نو په ھغې كښې آزاد كانديدانو ته و??ېل?? كېږي چې تاسو د تحريك انصاف غړي ئې۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح حق ترلاسه نه دے۔ آئين كښې د قانون سازي او د بدلون كولو اختيار يوازې پ??رل??ان سره دے٬ ده ووئيل ان شاء الله مونږ به د پ??رل??ان سرلوړۍ لپاره خپل كردار لوبوٶ۔
سپيکر اياز صادق د پارلمان بر لاسي لپاره چيف اليکشن کمشنر ته چېټۍ ليكلې٬ يوې ادارې ته هم د آئين د خپلې خوښې د تشريح كولو حق نه دے ترلاسه ۔وفاقي وزير عطاء الله تارړ
MW Electronics Official Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش














