اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره سوئيلي آسيا او كامن وېلتھ لپاره د برطانيې وزير مملكت لارډ طارق احمد ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د شريكې خوښې او په نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان برطانيه او نورو اروپائي همكارانو سره خپلې په زړه پورې اړيكې او مرستې ته اهميت وركوي ٬ هيله ده چې برطانيه سره د ستراتيجيكي مذاكراتو بل دور به ډېر زر وكړې شي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل د يوكرېن د صورتحال په تناظر كښې مخ په زياتېدونكې تاؤ تريخوالې اندېښمن دے۔ وزیراعظم عمران خان د ماسكو خپلې دورې په مهال د روس او يوكرېن ترمينځه په روانه وضعه اندېښنه ښكاره كړه۔ هغه ووئيل پاكستان دا ګڼي چې د سفارت كارۍ د لارې د پوځي تصادم مخنيوې كېدې شي۔ هغه ووئيل شخړه د چا په ګټه كښې نه ده او په روانه وضعه كښې فعاله سفارت كاري او سوله ييز حل ضروري دې۔ دواړو لارښودو د روان كال په مهال د پاكستان او برطانيې ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره جوش او جذبې سره لمانځلو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ لارډ طارق احمد د خيالاتو په څرګندونه د خارجه وزير مننه وكړه او هيله ئې ولرله چې برطانيه او پاكستان به د شريكې خوښې په چارو په ګډه كار كول دغسې روان ساتي۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره برطانوي وزير لارډ طارق احمد ټېلېفوني تماس ونيولو٬ په دوه اړخيزه اړيكو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha