اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي وزيراعظم د قانون سرلوړۍ له هلې ځلې كړي ٬ په تاريخ كښې په وړومبي ځل طاقتوره طبقه قانون ته ځواب وركونكې شوه٬ نااهله ليګي درباريان د ډنډورې او جعلي خبرونو كارپوهه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د مريم اورنګزېب په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئيل د ناوړه معيشت سنهبالولو نه وروستو په دوهم فېز كښې اولس له آسانۍ وركولو ته پام لرنه كېږي٬ نااهله درباريان کامیاب پاکستان پروګرام پسې مسخرې كوي۔ هغه ووئيل په كامياب پاكستان پروګرام كښې به د 1400 اربه روپو قرضې وركولې شي۔ ډاكټر شهباز ګل ووئيل نااهله شريفې كورنۍ په ماضي خپلې د اربونو روپو قرضې معاف كړې۔ هغه ووئيل د كركيلې پرمختګ لپاره به د كامياب كسان پروګرام د لارې كرونده ګرو ته قرضې وركولې شي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار