ګوجرانواله/لاهور 03 مارچ (اے پي پي)د مسلم لیګ( ن) چیف آرګنائزر او سینئر نائب صدر مریم نواز وئيلي دي چې مسلم لیګ (ن) د ټاكنو لپاره چمتو دې،كاميابي به ترلاسه كوو،عمران خان خپل انجام ته رسيدلې دې ،لانګ مارچ او جیل بھرو تحریك دواړه ناكامه شوي ، د ګوجرانواله وګړو عمر له د نواز شریف ملګرتيا كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعي په ورځ ګوجرانواله كښې د مسلم لیګ (ن) تنظیمی کنونشن ته وينا كښې وكړه۔مریم نواز ووئيل پنډال ته راغليو ميلمنو ته هركلې وايم۔زه د پاکستان تحریك انصاف كارمندانو ته وئيلي غواړم چې نن زمونږ دا کنونشن وګوري كوم كښې چې هر ځائې ځوانان په نظر راځي۔دې ووئيل د ګوجرانواله اولس عمر له زمونږ ملګرتيا كړي او دا د مسلم لیګ ن مركز دې، 2018 كښې چې كله آر ټی ایس سسټم خراب شو او نتيجې بدل كړې شوي بيا هم د ګوجرانواله وګړو دغه فتنے او نوسر باز مسترد کړې ؤ او مسلم لیګ (ن) دلته څخه کامیابی ترلاسه كړې وه۔دې ووئيل زه د دې ځائې د اولس مننه كوم هغوي ټول عمر له زمونږ ملګرتيا كړي ، 2014 په دھرنه كښې هم عمران خان د ګوجرانواله څخه مایوس شوې ؤ ځكه چې د دې ځائې اولس د هغه ملګرتيا نه وه كړي۔مریم نواز ووئيل نن هم مخالفین ته زما په خبرو تكليف رسي او هغوي زما د دروغو پراپیګنډہ کوي حالانکه اولس پرویز الهی،یاسمین راشد او د فواد چوهدری آډیوز اوريدلي دي او د هغوي ډرامې په ډاګه شوي۔دې ووئيل كله چې د محمد نواز شریف په ضد پانامه کیس راوړلې شو نو هغوي ته څه هم ترلاسه نه شو بيا ئې په اقامه او د زوي څخه په تنخا نه اخستلو وزیر اعظم هاؤس څخه بهر كړو۔دې ووئيل هېواد كښې د عمران خان په صورت كښې يوه فتنه راغلې چا چې هېواد تباهۍ ته رسولې دې،زه د هغه نوسر باز څخه پوښتنه كول غواړم چې نن د نواز شریف لور په ګوجرانواله كښې اولس ته وينا كوي او د هغه لور چرته ده
مسلم لیګ (ن) د ټاكنو لپاره چمتو دې،كاميابي به ترلاسه كوو،عمران خان خپل انجام ته رسيدلې دې ،لانګ مارچ او جیل بھرو تحریك دواړه ناكامه شوي،مرېم نواز ګوجرانواله كښې کنونشن ته وينا
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔