پېنډي 28 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه به نن د اتوار په ورځ د سندھ سېلاب ځپليو سيمور دوره كوي او د مرستې په هلو ځلو كښې بوښت زمكي ډلو سره به هم خبرې اترې كوي ۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې پاك پوځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره 212 رېليف كليكشن پوائنټس جوړې كړې دي۔ په سندھ كښې 81 ٬ پنجاب كښې 73 ٬ په بلوچستان كښې 41 او په كے پي كے كښې 17 رېليف كليكشن پوائنټس كار كوي۔پاك پوځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره فلډ رېليف ډونېشن اكاؤنټ جوړ كړې دې۔د اكاؤنټ عنوان”د سېلاب ځپليو لپاره آرمي رېليف(عسكري بينك جي اېچ كيو برانچ)اكاؤنټ نمبر -00280100620583″ كښې مرسته جمع كېدې شي۔ په بلوچستان كښې پاك پوځ او فرنټيئر كور كوئټه٬مسلم باغ٬چمن٬سوئي٬ډيره بګټي٬سبي٬لهري٬نصير آباد٬بيله٬اټهل او جعفر آباد سيمو كشې د مرستې كيمپ جوړ كړي كوم چې د خوراك او نورې آسانۍ وركوي۔د سېلاب ځپليو لپاره كوئټه٬ مسلم باغ، سوئی، ډیرہ بګټی، سبی، دوبندی، لهری، سدوری، لکړہ ضلع لسبيله كښې فري مېډيكل كېمپ لګولې۔په پنجاب كښې په ډېره غازي خان٬روجهان او ليه كښې رېسكيو او رېليف عمليات شوي چرته چې پاك پوځ ګيرې شوې كورنيو ته خوراك او نورې آسانۍ وركړي۔په راجن پور ضلع كښې د چورلكو د لارې مرسته او رېسكيو كاروائي شوې چې پكښې هرنډ تحصيل جام پور٬ ، نور پور ماجھو والا تهه جام پور، موضع کان والا تهه جام پور، ماړی جام پور، دربار سخی بور جام پور، بمبلی جام پور، بستی نوخمی جام پور، ډیرہ ، روجھان، ډیرہ جیون تحصیل روجھان، چک مټ نمبر 2 تحصیل روجھان شامل دي۔په سندھ كښې پاك پوځ ضلع خيرپور٬ ضلع لاړکانه، ضلع نوشهرو فیروز، ضلع شکارپور، ضلع قمبر شداد کوټ، ضلع جیکب آباد، ضلع کشمور، ضلع بدین، ضلع میر پور خاص، ضلع سانګهه، ضلع مټیاری، ضلع عمرکوټ كښې رېليف او رېسكيو عمليات كړي۔۔ ضلع حیدرآباد، ضلع ټنډو محمد خان، ضلع ټھټھه، ضلع جامشورو، ضلع بدین، ضلع سجاول، ضلع دادو۔ بدین، سجاول، ټھټھه او عمرکوټ كښې كېمپ لګول شوي۔ بدين٬سجاول٬ټھټه او عمر كورټ كښې د 1700 څخه زيات رنځورانو علاج شوے۔ د خېبرپښتونخوا سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كېمپ جوړ كړې شوي۔ اټك او اېبټ آباد كښې د پوځ فارورډ تعينات كړې شوي۔ په سېلاب ځپليو سيمو كښې 4 فيلډ مېډيكل كېمپ لګولې شوي چرته چې د 715 رنځوانو علاج شوې۔په چارسده كښې د سېلاب ځپليو لپاره 7 ېليف كېمپ جوړ كړې شوي او د نوښار ضلعې په هر يو تحصيل كښې درې كېمپ جوړ كړې شوي۔ سول انتظاميې سره ضروري مرسته كولې شي
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه به نن د اتوار په ورځ د سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria