ايبټ آباد 02 دسمبر(اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د قامونو پرمختګ لپاره د كوچنيانو تعليم وتربيه او نظم وضبط ضروري ګرځولو سره په زده كوؤنكو زور راوړې دې چې هغوي دې د خپل تهذيب او اقدارو نه ځان خبر وساتي او د قائد اعظم د فرمان “ايمان ، اتحاد او تنظيم ” عمل عكس دې جوړ شي٬ په روان دور كښې د علم ترلاسه كولو ذريعې بدلې شوي دي٬ د كورونا وائرس وبا نه وروستو د روغتيا او زده كړو آسانۍ رسولو او د كار كولو په انداز كښې هم نوې طريقې معارفي كړې شوې دي ٬ قامونه قدرتي پنګو سره نه ذهني استعداد سره جوړېږي٬ ذهن سازۍ سره به پاكستان قام عظيم جوړېږي ٬ د پاكستان پرمختګ لپاره د يو بل لاره نيولو په ځائې به د يو موټې كېدو څرګندونه كول وي۔ د زيارت په ورځ آرمي برن کالج كښې د مور پلار ورځې كلنې دستورې ته خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل د تعليم سره سره دې كوچنيانو ته د لوبو موقعې هم وركړې شي۔ هغه ووئيل استاد يو لويې نعمت وي٬ تېره ورځ ما د جسماني سزا قانون لاس ليك كړو۔ هغه ووئيل په بدله شوې زمانه كښې علم ترلاسه كول د وړاندې نه زيات آسان شوي دي۔ پخوا استاذان د علم ترلاسه كولو ذريعه وو ٬ د اسلامي تاريخ او حديث علم هم د استاذانو د لارې خپور شوې٬ اوس په الېکټرانک نړۍ كښې د علم ډيجيټل ذريعې موجود دي٬ نوي نسلونه د ورځپاڼو په ځائې د الېكټرانك ذريعو نه استفاده كوي۔ هغه ووئيل د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره د كوچنيانو تربيه لازمي ده۔ هغه ووئيل د مشرانو عزت ٬ خواخوږي ٬ د ماحول تحفظ ٬ اخلاق سره خبرې كول ٬ د يو بل خيال ساتل او بشري خواخوږي زمونږ د تهذيب او اقدارو برخې دي۔ نبي کريم (ص) مونږ ته د دې تعليم راكړې دې۔ صدر مملكت ووئيل پاكستانې قام د ايثار او قربانۍ جذبه لري٬ د زلزلې په مهال پاكستاني قام چې د كومې جذبې څرګندونه كړی مثال ئې نه ترلاسه كېږي۔ هغه ووئيل اروپا او لوئيديز كوم چې نړۍ ته د انسانيت درس وركوي د هغوي حالت خو دا دې چې د سپر پاورز د ظلم دلاسه د هجرت كوؤنكو مظلومانو سړو ٬ مېرمنو او كوچنيانو ډكې كشتۍ سمندرونو ته بېرته ټېل كولې شي٬ د دې په مقابله كښې زمونږ تهذيب او اقدار دا دي چې مونږ 40 لکه افغان كډوالو ته د 40 كلونو نه پناه وركړې ده۔ هغه ووئيل مونږ له به خپل كوچنان د خپل تهذيب او اقدارو نه خبرول وي۔ صدر مملكت ووئيل د كورونا وائرس وبا په مهال مونږ د ايمان ٬ اتحاد او تنظيم څرګندونه وكړه٬ غوره تګلاره مو خپله كړه چې په نتيجه كښې ئې مونږ د هند او نورو هېوادونو په مقابله كښې د دې وبا نه نسبتا ً محفوظ پاتې شؤ۔
د قامونو پرمختګ لپاره د كوچنيانو تعليم وتربيه او نظم وضبط ضروري دې٬ زده كوؤنكي بايد له خپل تهذيب او اقدارو خبر پاتې شي٬ د قائد د فرمان “ايمان ، اتحاد او تنظيم ” عملي عكس جوړ شي٬ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی