اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د 1000 ??لو واټ ډيجيټل ډي آر ايم ميډيم ويو ټرانسميټر تنصيب منصوبې په پېل كښې قام او د ر??ډيو سامعينو ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا منصوبه د ر??ډيو پاکستان په تاريخ كښې انقلابي سنګ ميل دے٬ د پاكستان جوړېدو نه پس راډيو پاكستان ته جديد ټېكنالوجي وركولو له دا يو لوے قدم دے په دې د وزيراعظم شهباز شريف، د خزانې وزير اسحاق ډار او د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال د مرستې مننه كوم۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل د ر??ډيو پاکستان د هائي پاور ټرانسميټر د تنصيب منصوبه نن پېل كېږي او دا به په دوه كاله كښې بشپړېږي كوم چې به د پېنډۍ په خوا اوشا روات سيمه كښې نصب كېږي۔ وفاقي وزيرې د اطلاعاتو وزارت د لوړو پورو په خاص توګه د ر??ډيو ډائريکټر جنرل طاهر حسن او د ھغه د ډلې د محنت او هڅو ستائنه كولو سره ووئيل چې د دې ټرانسميټر تنصيب سره به د ر??ډيو پاکستان غړ او خپرونې د 52 نه زياتو هېوادونو٬ د نيمې وچې نه علاوه مېنځنۍ آسياء٬ مينځني ختيز٬ فار اېسټ، ترکيه او تر يونان اورېدې شي۔ دې ووئيل د ر??ډيو پاکستان خپرونې به ګاٶنډي هېوادونه كور كوي چې پكښې نيپال، بنګله دېش، هند، افغانستان، ايران، متحده عرب امارات?? قطر او ترکمانستان شامل دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د ر??ډيو پاکستان په 20 كښې 14 ميډيم ويو طبعي عمر ترسره كړې ٶ د جديد ټرانسميټر تنصيب سره به 33 فيصده د برېښنا بچت وشي چې ورسره به د ر??ډيو پاكستان په خرڅونو كښې كمې راشي او د خپرونو د آواز معيار به لا زيات شي۔ دې ووئيل نړيوالې ادارې ډي آر اېم كنسورشيم (برتانيه) هم د ر??ډيو پاكستان 75 كاله پس د اېنالاګ څخه په ډيجټل كښې د بدلولو د پاكستان د حكومت د پرېكړې ستائنه كړې ده۔
د 1000 کلو واټ ډيجيټل ډي آر ايم ميډيم ويو ټرانسميټر تنصيب منصوبه د راډيو پاکستان په تاريخ كښې انقلابي سنګ ميل دے٬ د منصوبې په پېل كښې قام او د راډيو سامعينو ته مباركي وركوم۔ د مريم اورنګزېب ټويټ
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ