اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) پاکستان علماء کونسل اپيل كړے دے چې په ګرد هېواد كښې دې د جمعې مباركې ورځې په خطبو كښې امامان صاحبان د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې د غېر مسلمو حقونه بيانولو سره د پاكستان په آئين او قانون كښې د دوئي حقونو سره په اړوندو شقونو د عملدرآمد حوالې سره خبره وكړي۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي ٬ علامه عبدالحق مجاهد ٬ مولانا محمد رفیق جامی ، مولانا محمد شفیع قاسمی، مولانا نعمان حاشر، علامه زبیر عابد، مولانا اسد اللہ فاروق، علامه طاهر الحسن ، مولانا قاسم قاسمی، مولانا ابو بکر حمید صابری، مولانا طاهر عقیل اعوان، مولانا محمد اشفاق پتافی، مولانا عزیز اکبر قاسمی، مولانا محمد اسلم صدیقی او نور په خپل مشتركه بيان كښې وكړه۔ په ګران هېواد كښې چرته چې بېل مكاتب فكر او مذهبونو سره تعلق لرونكي ژوند كوي او د اګست 11 مه نېټه پاكستان كښې د غېر مسلمو وسېدونكو ورځې په توګه لمانځلې شي نو ځكه په دې ورځ (د جمعې په ورځ) دې په ګرد هېواد كښې علماﺀ كرام د پاكستان علماﺀ كونسل په اپيل د قرآن او سنت تعليماتو په رڼا كښې د غېر مسلمو حقونه بيان كړي او اولس دې په دې اړه خبر كړي چې په پاكستان كښې ژوند كوؤنكي يو ډول وګړي دي ولې چې د پاكستان آئين او قانون د قرآن او سنت تابع دے او په اسلام كښې عزت او احترام يوازې هغو ته ترلاسه دے څوك چې زيات تقوی والا دے۔ پاك پروردګار قرآن كريم كښې خپل صفت د رب العالمين او زمونږ د آقا ٬ د انبياﺀ كرامو (علېهم السلام) د سردار حضرت محمد (ص) صفت رحمت اللعالمين بيان كړے دے۔ له دې كبله پاكستان او نړۍ كښې چرته چې هم اقليتونه دي كه هغه په اسلامي هېوادونو كښې غېر مسلم دي او كه په غېر اسلامي هېوادونو كښې مسلمانان دي د هغوي د حقونو خيال ساتل د اكثريت ذمه واري ده۔
د جمعې مباركې ورځې خطبو كښې دې د اسلام په رڼا كښې د اقليتونو حقونه بيان كړې شي٬ پاكستان علماﺀ كونسل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت