کوئټه 15 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي په ستراتېژكي اعتبار سره بلوچستان ډېره د اهميت وړ صوبه ده٬ صوبه د سېلګرۍ پراخه امكانات لري٬ دې لپاره د ګلګت بلتستان په طرز به بلوچستان كښې هم سېلګرۍ ته وده وركول وي٬ د كرونا وباء قام په ګډه مقابله كړې ځكه چې دا وائرس لوي ازمېښت ٶ چې پكښې مونږ لوي څښتن بريالي كړو٬ وزيراعظم عمران خان د نړۍ يواځنےلارښود دے چا چې د عام وګړي د تكليفونو احساس لرلو سره پاکستان كښې بشپړ لاك ډاٶن ونه كړو ٬ وفاق د بلوچستان د مسئلو بشپړ اداراك لري٬ د دې زر هل كولو له به هڅې كوٶ۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس كوئټه كښې قبائيلي مشرانو، د تجارانو نمائندګانو او نورو طبقو سره تعلق لرونكو كسانو سره خبرو كښې كړې۔ په دې موقع د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا،صوبائي وزيران سردارصالح بھوتاني ،محمد خان لهړي ،مبين خان خلجي ،ظهور احمد بلېدي، صوبائي محتسب نذرمحمد بلوچ ،اېم ډي بلوچستان اېجوکېشن فاونډېشن پروفيسرشېر زمان او نور هم موجود وو۔ صدر مملکت ډاکټرعارف علوي ووئيل د خبرو اترو د لارې د اولسي مسائلو حل لټېدې شي او نننۍ غونډه د دغې سلسلې يوه كهړۍ ده٬ په وخت وركولو او ګورنر هاٶس ته په رارتګ د قبائيلي مشرانو مننه كوم۔ ده ووئيل د عام وګړي د مسئلو ادراك د حكومت فرض دے٬ په درآمدات او برآمداتو كښې به توازن راوستل وي٬ حكومت برامدات زياتولو ته پام كوي۔ ده ووئيل د كامياب جوان پروګرام له مخې د 20 اربو روپو آسانې قرضې وركړې كېږي٬ د اوبو حاجت ترسره كولو لپاره ري سائنكلنګ ته اړتيا ده٬ مونږ له به د اوبو حاجت ترسره كولو لپاره روايتي طريقو نه علاوه كار كول وي۔ ده ووئيل سوئي ګېس څخه ټول هېواد استفاده كړې خو بلوچستانترې زياته ګټه نه ده پورته كړې۔ ده ووئيل مونږ له به رنځونو څخه بچ كېدو لپاره جديد طريقې خپلول وي۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل حکومت په زرعي څانګه سبسډي وركوي ٬ چې امنيت وي نو سرمايه كاري به راځي۔ ده ووئيل د بلوچستان په پولو قانوني تجارت كښې آسانۍ راپېدا كولو او د تجارانو وړاندېزونو پحقله د تجارت وزارت او نورو اړوندو چاوراكو سره په دې چاره خبره كوم۔ د دې نه پس د قبائيلي مشرانو لخوا صدر مملکت ته د بلوچستان روايتي دستار ورپسر كړے شو ۔ دغسې قبائلي عمائدينو او تجارانو صدر مملکت د صوبې د مسئلو نه خبر كړو۔ صدر ډاکټرعارف علوي د قبائلي مشرانو٬ د كوئټه چېمبر آف كامرس نمائندګانو مسئلې واورېدې او د حل كولو ئې باور وركړو
وفاق د بلوچستان مسائلو بشپړ اداراك لري٬ د دې زر حل كولو لپاره به هڅې كوٶ۔ صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس