اسلام آباد۔9 اپرېل(اے پی پی) د قومي اسبملۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې به د آئين پاكستان 1973 ګولډن جوبلي دستورې سبا د ګل په ورځ د اپرېل په 10 مه نېټه پېل كېږي۔ د سپيكر ميډيا آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې آئین پاکستان هغه تاريخي دستاوېز دے كوم چې د يو جمهوري او ترقي پسند ټولنې بنياد اېښودلے٬ د آئين پاكستان 50مې سالګرې په موقعه ټوله مياشت د روانو دستورو پېل به په 10 اپرېل د ګل په ورځ كېږي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف به ډي چوك ته نزدې ?? مشاورتي كمېټۍ لخوا په منظور شوي ځايې د آئيني يادګار د بنياد تيګه كېښودلو سره د دستورو پرانسته كوي۔ دې څخه وروستو به په پارلېمنټ هاؤس كښې د جمهوريت د ګمنامو اتلانو په يادګار د ګلونو څادر خپرولې شي او هغوي ته به د عقيدت پېرزونې وړاندې كولې شي۔ دې څخه ورستو به سپيكر د يو عكسي نندارتون پرانسته هم كوي۔ د دستورو اختتام به د قومي اسمبلۍ په هال كښې په يو كنونشن كښې كولې شي۔ په كنونشن كښې به وزیراعظم میاں شهباز شریف، ?? مشاورتي كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر میاں رضا ربانی او نور مهم شخصيات آئين جوړونكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ پ?? غونډه كښې به د آئين د يو لازمي دستاوېز په توګه د تسليمولو ٬ په قومي نص??ب كښې د دې د شاملولو ٬ د آئين وضاحت كوؤنكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو او د سټېټ بېنك وداني (پخوانے قومي اسمبلي هال) د قومي يادګار ګرځولو قرار??اد??نو منظوري هم وركولې شي۔ دستورو څخه وورستو ماځيګر 4 بجې به د پارليمنټ شريك?? غونډه كېږي په كومه كښې به چې د آئين پاكستان په اړه هم خبره كېږي۔
په قومي اسمبلۍ كښې د آئين پاكستان 1973 ګولډن جوبلي دستورې به د اپريل په 10 مه نيټه پيل كيږي٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر به د آئيني يادګار د بنياد تيګه ايښودلو سره د دستورو پرانسته كوي
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز