اسلام آباد 13اپرېل(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د تېر حكومت مجرمانه بې غورۍ له امله پي ټي وي د مهمو نړيوالو سيالو د ښودلو څخه محرومه پاتې شوے ٬مونږ په اقتدار كښې د راتللو سره سمدستي كاروائي كړې او ټين سپورټس سره مو لوظ نامه كړې خو د وخت كمي له امله پي ټي وي ته انډیپینډنټ رائټس ترلاسه نه شول ۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د شګفته جماني د پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل پي ټي وي سپورټس له د لوبو نړيوالو مقابلو ښودلو حقونه ترلاسه كولو لپاره د نړيوالو ابلاغ ذريعو سره د لوظ نامو لپاره يو سيل جوړ كړے شوے٬دغسې د لوبو سيالو څخه يو كال وړاندې د لوظ نامو لپاره كاروائي پېل كېږي خو تېر حكومت په دې اړه د مجرمانه غفلت څرګندونه كړې او د پي ټي وي سكرين د دې مهمو نړيوالو سيالو د ښودلو څخه محروم ساتلے شوے خو چې كله مونږ په اقتدار كښې راغلو نو مونږ په سمدستي توګه كاروائي وكړه او ټين سپورټس سره مو لوظ نامه وكړه خو د وخت كمي په سبب پي ټي وي ته انډيپينډنټ حقونه ترلاسه نه شول ٬ دې ووئېل مونږ د دې چارو پلټنو لپاره يوه كمېټۍ جوړه كړې د كومې رپورټ ته به چې ډېر زر حتمي شكل وركړے شي
د تېر حكومت مجرمانه بې غورۍ له امله پي ټي وي د مهمو نړيوالو سيالو د ښودلو څخه محرومه پاتې شوے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې ځواب
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار