اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) ګرين ايرياز د استوګنې او په تجارتي سيمو كښې بدلولو سره او د غېر منظم ښاريو خپرېدو سره به فوډ سكيورټي وځپلې شي، د پنجاب واكمن دې د سېلاب خطر سره مخ سيمو كښې د جوړې كړې شويو غېر قانوني هاٶسنګ سوسائټو په ضد كاروائي وكړي ځكه چې داسې سيمو كښې هاٶسنګ سوسائيټو سره د اولس ځان او مال ته د زيان رسېدو اندېښنه ده۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم عمران خان د سنټرل بزنسن ډسټرکټ (سي بي ډي) او د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ (آر يو ډي اے) په منصوبو د پېشرفت جاج اخستو غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د خزانې وزير شوکت ترين ، وزيرمملکت فرخ حببيب، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټيننټ جنرال (ر) انور علي حېدر او نورو لوړ پورو ګډون كولو۔ د پنجاب وزيراعلی سردار عثمان بزدار، د هاٶسنګ صوبائي وزير ملك اسد کھوکھر، د بلديات وزيرميا محمود الرشيد، د وزيراعلی مرستيال ډاکټر سلمان شاه او نورو اعلی چارواكو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حکومت ماحولياتي اعتبار سره پائيدار او د منصوبه بندۍ د لارې نوؤ ښاريو ته پام كوي۔ وزيراعظم د سنټرل بزنس ډسټرکټ ډلې د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل په سي بي ډي كښې د دوه كمرشل پلاټس نيلامۍ څخه 57 اربه 88 كروړه رېكارد ريونيو ترلاسه شوې ده۔ ده د پاکستان په تارکين وطن زور رواړو چې ھغوي دې د سنټرل بزنس ډسټرکټ او د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ په منصوبو كښې د محفوظې سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل د پنجاب واكمن دې د سېلاب خطر سره مخ سيمو كښې د جوړې كړې شويو غېر قانوني هاٶسنګ سوسائټو په ضد كاروائي وكړي ځكه چې داسې سيمو كښې هاٶسنګ سوسائيټو سره د اولس ځان او مال ته د زيان رسېدو اندېښنه ده۔ د دې نه وړاندې غونډې ته د سنټرل بزنس ډسټرکټ او د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټۍ په منصوبو كښې د پېشرفت پحقله بريفنګ وركړې شو چې پكښې وړومبې ډاٶن ټاٶن نيلامي، د پاور پلانټ جوړول، چارباغ ، رکھ، جوك ، قامي پارك، روډا ټيکنالوجي پارك، د اوورسيز پاکستانيانو لس زره اپارټمنټس ،وېسټ واټر ټريټمنټ پلانټ او نورې آسانۍ شامل دي
ګرين ايرياز د استوګنې او په تجارتي سيمو كښې بدلېدو او د غېر منظم ښاريو خپرېدو سره به فوډ سكيورټي وځپلې شي، د پنجاب واكمن دې د سېلاب خطر سره مخ سيمو كښې د جوړې كړې شويو غېر قانوني هاٶسنګ سوسائټو په ضد كاروائي وكړي۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن