اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين د صنعت او پېداوار وزارت ته د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت په مشاورت سره د راتلونكي خريف سيزن څخه وړاندې كروندګرو ته د ډي اے پي لپاره د سبسډي وركولو منصوبه مرتب كولو او د بلوچستان حكومت ته فلور ملز ته هره ورځ د غنمو وركړع برقرار ساتلو سره د وړو بيعه كښې د استحكام باوري كولو هدايت كړے۔ده دا سپارښتنه د قامي پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال جاري كړې كومه چې د شورو په ورځ د خزانې په وزارت كښې شوې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سيد فخر امام٬د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت سېكرټري٬د تجارت وزارت سېكرټري٬د صنعت او پیداوار وزارت سېكرټري٬صوبائي چيف سېكترانو٬د خزانې ډويژن اقتصادي صلاحكار٬چيف شماريات دان٬د يوټېلټي سټورز كارپورېشن اېم ډي٬د اوګرا چيئرمېن٬د كسټمز اېف بي آر غړو٬د اسلام آباد ډپټي كمشنر او نورو اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔د خزانې وزارت اقتصادي صلاحكار د غونډې ګډون كوونكو ته صارفينو ته د اونۍ په مهال د بيعو په اړه بريفنګ وركړو او وې وئېل تېره اونۍ اېس پي آئي كښې 0.04 فيصد معمولي اضافه شوې كومه چې په هغه بله اونۍ كښې 0.51 فيصد و۔ده ووئيل د خوراك څښاك 33 څيزونو اېس پي آئي كښې د 0.32 فيصد اضافه شوې او د 18 نان فوډ څيزونو په سبب پكښې 0.28 فيصد كمےراغلے ۔ دغسې تېره اونۍ د 19 څيزونو بيعه مستحكم پاتې شوې٬د 13 څيزونو په بيعو كښې كمے راغلے۔په غونډه كښې د پام آئل او سويا بين بيعې جاج هم واخستلے شو۔د خزانې وزير د ضروري څيزونو بيعې په كاميابۍ سره مستحكمولو لپاره د شوو هڅو او په ټول هېواد كښې د ضروري څيزونو په آسانۍ سره د باوري كولو اقدامات وستائل
د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې د قامي پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه٬د راتلونكي خريف سيزن نه وړاندې كروندګرو ته د ډي اے پي لپاره د سبسډي وركولو منصوبه مرتب كولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea