اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت د كاروبار اسانولو پالېسې له مخې غېر ملكي سرمايه كارو سره بشپړه مرسته كوي. ده دا خبرې د آن لائن اي تجارت كوونكې ډلې ” دراز” چيف اېګزېټو آفيسر بجارك مائيكلس سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو. د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د دراز د سي اي او هركلې وكړو او وې وئيل چې په پاكستان كښې د اي تجارت ډېرې موقعې دي چې ورسره به د ملازمت موقعې هم پېدا شي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې به هم مرسته وشي. وزيراعظم ووئيل چې حكومت د كاروبار اسانولو پالېسې له مخې غېر ملكي سرمايه كارو سره بشپړه مرسته كوي. د دراز سي اي او په پاكستان كښې د اي تجارت په لا پراخا كولو او سرمايه كارې كولو كښې د خوښې څرګندونه وكړه.. د ملاقات په مهال د وزيراعظم د خزانې سلاكار شوكت فياض ترين، د سپېشل ټېكنالوجي اتهارټۍ زونز چيئرمېن عامرهاشمي، سېنېټر عون عباس بپي، د دراز اېم ډي احسان سايا او عماد خان هم موجود وو.
حكومت د كاروبار اسانولو پالېسې له مخې غېر ملكي سرمايه كارو سره بشپړه مرسته كوي. د وزيراعظم عمران خان د ” دراز” سي اي او بجارك مائيكلسن سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام