اسلام آباد۔11اپریل (اے پی پی) پاكستان په سري نګر كښې د مئي 22 مې څخه تر 24 مې نېټې د جی 20 ټورازم ورکنګ ګروپ غونډې كولو حوالې سره د هند په پرېكړه خپل سخت غبرګون ښودلے دے۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د نهې په ورځ په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د ځوانانو په چارو د يو مشاورتي فورم (وائي 20) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې او د دوه نورو غونډو په ليه او سري نګر كښې شېډول كېدل پرېشانه كوؤنكي دي۔ وياندې په خپل بيان كښی وئيلي چې د هند غېر ذمه واره ګام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوالو اصولو ښكاره خلاف ورزي ده او دا د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د خپلې غېر قانوني قبضې ساتلو اقداماتو برخه ده۔ وياندې ووئيل پاكستان په سختۍ سره د دې غندنه كوي٬ دا ډول اقدامات د مقبوضه جموں وكشمير د متنازعه سيمې كېدو حقيقت پټولې نه شي۔ د بيان له مخې په مقبوضه جموں وكشمير كښې د جی 20 ایونټس كوربتوب كولو پرېكړې سره هند يو وارې بيا په مهم نړيوال ګروپ كښې د خپل غړيتوب ګټه پورته كول غواړي دغسې چې هغه خپله ايجنډا مخ په وړاندې بوتلے شي۔ د بيان له مخې يو داسې هېواد كوم چې د ځان په اړه او په نړۍ كښې د خپل مقام په اړه يوه په زړه پورې نظريه لري هند يو وارې بيا دا ثابته كړې ده چې هغه د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي په حېث كار كولو څخه قاصر دے۔
په سري نګر كښې د 20 وركنګ ګروپ غونډه د سلامتي كونسل د قراردادونو ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده٬ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : گرم گرم