اسلام آباد۔ 2مئي (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس خېبر پختونخوا كښې زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 113 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 41 كسان په وېنټیلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې 4414 كسانو کووډ۔ 19 ټېسټونه مثبت راغلل۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په مجموعي توګه د كورونا 45275 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه دې وبا نه ګرد هېواد كښې 7 لکھ 22 زره 202 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د کووډ۔19 كوم رنځور دا مهال په وېنټیلېټرز نشته۔ ګرد هېواد كښی 663 رنځوران په وېنټيلېټرز دي۔ د كووډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 89 زره 661 او د ځپليو مجموعي شمېره 8 لکھ 29 زره 933 ته رسېدلې ده۔ د کووډ۔19 وبا د لاسه ګرد هېواد كښې تر دې دمه 18 زره 70 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښی د كووډ ۔19 يو كروړ 18 لکھ 82 زره 141 ټېسټونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښی د دې وبا درملنو له بېل كړې شويو 631 روغتونونو كښې 6 زره 612 كسان داخل دي
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 4414 کېسونه رامخې ته شول۔ 113 كسان مړه ٬ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ