اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په سيچوان ولايت چين كښې د زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس د چين حكومت او اولس سره ولاړ دي۔چين د دې اوسني سېلاب پشمول په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔د شورو په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې د غمرازۍ په خپل پیغام كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د چين په سيچوان ولايت كښې د زلزلې په اورېدو ډېر خفه شوے يم٬د زلزلې په نتيجه كښې قيمتي ځاني زيان شوے او املاك تباه شوے د ٬پاكستان اولس او د خپلې خوا د چين مشرتابه سره د زړه د كومې غمرازي او د سيچوان ولايت اولس سره د يووالي څرګندونه كوو٬دغسې صدر د چين غم جنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه او صدر مملكت د ټولو ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ده هيله څرګنده كړه چې بې دركه كسان به ډېر زر خپلې كورنۍ ته په لاس ورشي۔صدر مملكت دا هم هيله څرګنده كړه چې د زلزله ځپليو سيمو خلق به خپل كورونه بيا جوړ كړي او د معمول ژوند به پیل كړي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل زه باور لرم چې د چين مشرتابه او اولس به د خپلو ثابت شوو صلاحيتونو او استقلال تر مخه د دې قدرتي آفت له امله د راپیدا شوي صورتحال مخ نيوے باوري كري ۔
صدر ډاكټر عارف علوي په سيچوان ولايت چين كښې د زلزلې له امله په ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی