اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د خزاني او محصولاتو وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې عمران خان پاكستان ديواليه كيدو ته رسولې ؤ،هېواد په مالياتي توګه مستحكمولو سره خپلواكي ترلاسه كيدې شي، حكومت په مشكل حالاتو كښې متوازن، پرمختګ خوښې او عوام دوست بجټ وړاندې كړې دې، د غريبانو په ځائې په مالدارو د ټيكس بوجھ اچولې شوې، حكومتي اقدامات سره هېواد كښې مالياتي استحكام راځي، پټرولېم مصنوعات بيعې زياتولو سره د پاكستان معيشت ديواليه كيدو څخه بچ شوې، دا خبره خوشبينه ده چې پي ټي آئي ته د ګرانۍ احساس شوې، د ګرانۍ كپتان ته اوس ګراني په نظر راغله۔ د زيارت په ورځ د وفاقي وزيراطلاعات مرېم اورنګزيب سره شريك خبرې كنفرنس كښې د خزاني وزير ووئيل آئي اېم اېف سره په چارو مهم پيش رفت شوې او په دې لړ كښې آئي اېم اېف تيره ورځ پرېس ريلز هم جاري كړې دې، دې سره به مالياتي استحكام باوري كيدو كښې مرسته وشي،د خزاني وزير ووئيل حكومت په مشكل حالاتو كښې متوازن، پرمختګ خوښې او تاريخي بجټ وړاندې كړې، بجټ كښې په عام وګړي كوم اضافي ټيكس نه دې لګولې شوې او نه په غريب د ټيكس كوم بوجھ اچولې شوې، د دې برعكس 15 كروړه څخه زيات آمدن لرونكو وګړو يو كال لپاره 1 فيصده ټيكس،20 كروړه 2 فيصده، 25 كروړه 3 فيصده او30 كروړه څخه زياده آمدن لرونكو 4 فيصده سپر ټيكس لګولې شوې۔ده ووئيل مونږ ته مك معلومه ده چې دا وګړي د دې قابل نه دي چې مشكل وخت كښې ټيكس وركړي،دې نه علاوه په ځينې كارخانو ټيكس لګولې شوې، د چينو په صنعت ټيكس لګولې شوې، زما خپلي كمپنۍ له به 20 نه تر 25 كروړه اضافي ټيكس وركول وي۔د خزاني وزير ووئيل پخواني حكومت چې كله هم ټيكس لګولې هغې سره غريبان ځپلې شوې، پاكستان په تاريخ كښې عمر له په غريبانو ټيكس لګولې شوې په وړومبي ځل مونږ په مالدارو دا بوجھ اچولې دې۔د خزاني وزير ووئيل د عمران خان حكومت په څلورو كلونو كښې دومره صرض اخستې كوم چې د پاكستان ټولو حكومتونو په ګډه نه دې اخستې۔ مجموعي بهرني قرضو كښې عمران خان په 4 كلونو كښې 80 فيصده قرض اخستې۔ بجټ څلور لوئ تاريخي خسارے د عمران خان په دور كښې شوې،كله چې د عمران خان حكومت راغلې نو د پاكستان قرض 25 زره اربه ؤ او كله چې هغه حكومت څخه وېستلې شو نو دغه قرض 45 اربه ته رسيدلې ؤ۔كه د قرضو بوجھ زيات شوې نو هغه څنګه د خپلواكۍ خبره كوي ، اصل خپلواكي هغه وخت وي كله چې زمونږ د بجټ خسارې كمي وي۔ عمران خان پاكستان ديواليه كيدو ته رسولې ؤ۔ ما په خپل ووند كښې د پاكستان دومره خراب معاشي حالت نه ؤ ليدلې۔يواځي د پټرول او ډيزل په لړ كښې د مياشتې 120 اربه روپۍ خساره كيده او دا خساره يواځې د خپل حكومت بچ كولو لپاره روانه وه ځكه چې كله پټرول يرزان ؤ د هغه حكومت په يو ليټر پټرول 20 روپۍ ليوي او 10 فيصده سيلز ټيكس وصول كړې هغه و خت هغه د غريبانو خيال نه كولو۔د خزاني وزير ووئيل مونږ مشكل پريكړې كړي،داسې كول آسان نه ؤ ، مشكل وخت دې خو آساني به راشي۔ده ووئيل دا مهال د پي ټي آئي ملګري د ګرانۍ او اېس پي آئي خبره كوي، دا ډيره ښه خبره ده چې هغوې ته هم د ګرانۍ احساس شوې دې،د ګرانۍ كپتان ته اوس ګراني په نظر راغله۔ ده ووئيل د ګرانۍ اثرات څخه عام وګړي بچ كولو لپاره حكومت خصوصي اقدامات كوي۔ وزيراعظم 8 كروړه كورنيو له 12 زره روپو نه علاوه نوري 2 زره روپۍ د مياشتې وركولو پروګرام پيل كړې دې،دغسې وسيله تعلېم او ديګر پروګرام به هم روان وي۔ده ووئيل د يوټيلټي سټورز د كار دائره به پراخه كولې شي، نور فرنچائز به پرانستلې شي۔ بلوچستان لرو پرتو سيمو كښې به موبائل يوټيلټي سټورز اولس له په آرزانه بيعه څيزونه وركوي ۔ د خزاني وزير ووئيل قام ته ياد دي چې كله عمران خان امريكا څخه راستون شو نو هغه وئيلي ؤ چې ورلډ كپ ګټلو سره راغلم، خپلواكي دا ده چې خپل هېواد په مالي توګه مستحكم او خپلواكه كړې شي او د غريبانو په ځائې په مالدارو ټيكس ولګولې شي۔
عمران خان پاكستان ديواليه كيدو ته رسولې ؤ، حكومت په مشكل حالاتو كښې متوازن، پرمختګ خوښې او عوام دوست بجټ وړاندې كړو۔ د خزاني وفاقي وزير پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل