اسلام آباد 27 اپریل (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر شوکت ترین د فنانشل ایکشن ټاسك فورس (فېټف) ایکشن پلان په هر ايرياز ښه پیشرفت بندې د اطمیناں څرګندونې كولو سره وئيلي دي د ایکشن پلان پاتي نكات په وخت بشپړولو له به هڅي رواني ساتلي شي۔ده دا خبره د نهي په ورځ فنانشل مانیټرنګ یونټ (اېف اېم یو) د اړخه په فېټف ایکشن پلان وركړې بريفنګ په مهال وكړه۔ د اېف اېم یو ډائریکټرجنرل لبنیٰ فاروق ملك د خزاني وزير ته د فنانشل ایکشن ټاسك فورس (فېټف) ایکشن پلان په ایرياز بريفنګ وركړو۔ دې د خزاني وزير منی لانډرنګ او ترهه ګرۍ لپاره د مالي معاونت ختمولو لپاره د نړيوالې تګلاري له مخي د جوړو شوو قوانین او اقداماتو څخه خبر كړو۔ دې ووئيل فېټف په فرورۍ 2020 كښې شوې پلینری غونډه كښې د پاکستان د کاركردګۍ اعتراف کړے ۔ د خزاني وفاقی وزیر شوکت ترین د فنانشل ایکشن ټاسك فورس (فېټف) ایکشن پلان ټول ایریاز په پیش رفت د اطمیناں څرګندونه وكړه۔ ده د ایکشن پلان پاتي نکات په وخت بشپړولو لپاره د هڅو روانو ساتلو له د عزم پخلے هم وكړو۔
د فېټف ایکشن پلان پاتي نکات په وخت بشپړولو له به هڅي كوو،په زياتره نکات پیشرفت شوے،د خزاني وفاقی وزیر شوکت ترین
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری