اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ارشد نديم کاميابي په يوم ??زا??ۍ قام ??پا??ه ډالۍ ګرځولو سره په هېواد كښې د لوبو ودې ??پا??ه د كمېټۍ جوړولو اعلان كړې او وئيلي ئې دي چې حکومت به د لوبو ودې ??پا??ه صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كوي٬ شپه او ورځ محنت او اتحاد و اتفاق سره به هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو لاره نيسو او په ګده به هېواد عظيم قوت جوړٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پېرس اولمپکس كښې پاکستان ??پا??ه ګولډ ميډل ترلاسه كوٶنكي جيولين تھرور ايتھليټ ارشد نديم په درناوي كښې په وزيراعظم هاٶس كښې د ماسختن مېلمستيا ته خپلې وېنا كښې كړې۔ وزيراعظم هاٶس ته په رارسېدو وزيراعظم د ارشد نديم،د ھغه د مور پلار او كورنۍ هركلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل ارشد نديم پاکستان له د ??زا??ۍ ورځ نه وړاندې شاندار ډالۍ وركړې كومې چې د جشن ??زا??ۍ خوشحالۍ دوه چنده كړې دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل ارشد نديم د 25 کروړ پاکستانيانو هېرو دے٬ ارشد نديم 40 كاله پس پاكستان ??پا??ه د لوي څښتن په رحمت، شپه او ورځ محنت او د والدينو او د قام په دعاګانو ګولډ ميډل ګټلے، په دې ټول قام د دوي مننه كوي٬ ده ووئيل ارشد نديم په جيولين تھرو كښې رېكارډ جوړ كړې او د قام مورال ئې لوړ كړې، دې سره دا خبره واضحه كېږي چې د ستونزو نه وېرېدل پكار نه دي بلكې د دې په همت او استقامت سره مقابله كول پكا ر ده۔ وزيراعظم ووئيل د ارشد نديم کاميابي مونږ ټولو ??پا??ه روښانه مثال دے، مونږ د ??زا??ۍ ورځ لمانځلو٬ دې مثال څخه مونږ ته حوصله ملاٶ شوې په دې لاره تګ سره به هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو مخنيوې كوٶ۔ ده ووئيل د مور دعاګانو سره ارشد نديم ته كاميابي او قام ته عزت ترلاسه شوې په دې مونږ د دوي د مور مننه كوٶ، ته د عظيم مور عظيم زوې ئې۔ ده ووئيل د کاميابۍ دا بوټې به ګوره ونه جوړه شي٬ سباٶن كښې به تاسو د كاميابۍ نور رېكارډز جوړ كړئ۔ وفاقي او صوبائي حکومتونه دې د لوبو ودې ??پا??ه په ګډه كار وكړي، هاکي، کرکټ، سکوائش به بيا بحالوٶ٬ سينئر لوبغاړي دې د لوبو ودې ??پا??ه خپل تجويزونه وړاندې كړي دغسې چې د پاكستان عظمت رفته بېرته ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم په هېواد كښې د لوبو ودې ??پا??ه د كمېټۍ جوړولو اعلان وكړو دغسې چې پاكستان د لوبو په مېدان كښې خپل د لاسه وركړې شوې مقام بېر ته ترلاسه كړي۔ د پنجاب وزيراعلي ارشد نديم ??پا??ه لس كروړه روپۍ او د سندھ وزيراعلي پنځه كروړه روپۍ اعلان كړې دي٬د ارشد نديم په ډاډګيرنه د سندھ او پنجاب واكمنو مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل د رانا مشهود مننه كوم ده په پنجاب كښې ځوانانو ??پا??ه ډېر كار كړے ٬ ځوانان د قام سرمايه ??ي٬ د هېواد په پرمختګ كښې ځوانان لوے كردار لري۔ وزيراعظم ارشد نديم له په پېرس اولمپکس كښې په شاندار کارکردګۍ، ګولډ ميډل ګټلو او په اولمپک ريکارډ جوړولو د 15 كروړه روپو اعلان هم وكړو٬ په كوم چې به د ټېكس كټوتي نه كېږي۔ وزيراعظم په دې موقع په اسلام آباد كښې د اېف 9 او اېف 10 سيکټر ترمېنځه سړك هم د ارشد نديم په نامه د منسوب كولو اعلان وكړو۔ وزيراعظم په جناح اسټيډيم اسلام آباد كښې ځوانانو ??پا??ه د لوبو تربيې ??پا??ه د ارشد نديم هائي پرفارمنس اکيډمۍ جوړولو هم اعلان وكړو چرته چې به د كال 2028 اولمپکس ??پا??ه ايتھليټس او لوبغاړو ته تربيه وركولو سره مقابلو ??پا??ه تيارولې شي۔ وزيراعظم د لوبغاړو خېرښګړې، د ريټائرډ لوبغاړو ضرورتونه ترسره كولو او دوي ته تربيه وركولو ??پا??ه بهترين موقعې وركولو ??پا??ه د يو اربه روپو د سپورټس انډومنټ فنډ هم اعلان وكړو٬ وزيراعظم ارشد نديم ته په اعلي کارکردګۍ او پاکستان ??پا??ه په اولمپكس كښې 40 كاله پس په ګولډ ميډل ګټلو د هلال امتياز وركولو هم اعلان وكړو ۔ وزيراعظم ووئيل د ارشد نديم په کاميابۍ كښې د کوچ سلمان اقبال بټ اهم كردار دې ھغه ??پا??ه هم د يو كروړ روپو انعام اعلان كوم٬ پېرس اولمپکس كښې ګولډ ميډل ترلاسه كوٶنكي ارشد نديم ووئيل په دې بريا د لوے څښتن مننه كوم۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف، ټول پاکستاني قام ، خپل مور او پلار او د ميډيا مننه كوم د چا په دعاګانو چې پيرس اولمپکس كښې ريکارډ جوړولو سره ما ميډال ترلاسه كړې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د اړخه په ډاډګيرنه كولو زما حوصله زياته شوې په دې د هغه مننه كوم۔ده ووئيل اولمپکس كښې کاميابۍ ??پا??ه ما ډير محنت كړے۔ اولمپکس كښې
د ارشد نديم کاميابي په يوم آزادۍ قام لپاره ډالۍ ده، د وزيراعظم د ماسختن مېلمستيا ته وېنا٬ په هېواد كښې د لوبو ودې لپاره د كمېټۍ جوړولو اعلان
डेविल फॉर्च्यून एंटरटेनमेंट विश्वसनीय लिंक
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری














