اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د روغتيا نړآوالي ادارې د اړخه منکي پاکس پبلک هيلتھ ايمر ج??سي ګرځولې شوي دې نه پس په پاکستان كښې هم د دې ناروغۍ په اړه سختي نګرانۍ ته اړتيا ده ۔ د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د وزير اعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې منکي پاکس (Monkey Pox) په اړه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د هېواد هوائي اډو، بندر ځايونو او په پولو د منکي پاکس اسکريننګ نظام كوټلې ، بارډر هيلتھ سروسز صورتحال نګراني او سخت سرويلنس ، نېشنل کمانډ اينډ آپريشنز سينټر ته د منکي پاکس په صورتحال نظر س??تل?? او په دې اړه هره ورځ جاج اخستلو ،منکي پاکس جانچ په اړه ټول ضروري آلات او کټس وركولو باوري كولو، منکي پاکس خپريدو مخنيوي په اړه صوبائي حکوم??ون??، حکومت ګلګت بلتستان او د آزاد جمو او کشمير حکومت سره رابطې ښه كولو او منکي پاکس په اړه كوټلې خبرتيا كمپائن پيل كولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د منکي پاکس په اړه دې اوونيز بريفنګ وركړی شي۔بريفنګ په مهال غونډې ته ووئيل شول چې اوسنيو كښې مردان ضلع يو تن كښې منکي پاکس وائرس تصديق شوې،د ځپلې شوي تن روزګار په لړ كښې بهر هېواد كښې ؤ او اوسنيو كښې پاکستان ته راغلے،ځپلې شوې تن قرنطينه كړې شوي ،ځپلې شوې تن حالت خطرے سڅخه بهر دے۔غونډې ته ووئيل شول چې پاکستان كښې دا مهال منکي پا??س لوکل ټرانسمشن نشته۔د روغتيا نړآوالې ادارې د اړخه په 14 اګست 2024 منکي پاکس پبلک هيلتھ ايمرج??سي ګرځولې شوي دې نه پس نېشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر (اين سي او سي ) د اړخه د منکي پاکس په حقله نېشنل ايډوائزري او ضروري هدايات جاري کړې شوي،وفاقي حکومت او صوبائي حکومتنو د منکي پاکس په اړه خبرتيا پيل كوي۔ په دې موقع ووئيل شول چې منکي پاکس په اړه سول ايوي ايشن اتھارټي بهر هېوادونو څخه ر??تل??نكو پروازونو نګراني کېږي۔صوبائي حکوم??ون??، د ګلګت بلتستان حکومت ، د آزاد جموں و کشمير حکومت او اسلام آباد کيپيټل ټيريټري انتظاميې لويو روغ??ون?? كښې آئيسوليشن وارډز جوړ شوي۔په غونډه كښې د وزيراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډاکټر ملك مختار احمد بھرتھ ، وفاقي سيکرټري ندېم محبوب ، د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټي چئيرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك ،څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او آزاد جموں او کشمير چيف سيکريټريز ، د اسلام آباد چيف کمشنر کيپيټل ټيريټري او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې مهمه غونډه ، منکي پاکس مخنيوي لپره كوټلې خبرتيا كمپائن پيل كولو سپارښتنه
जीली इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीयता सट्टेबाजी लिंक
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔














