لاهور 06 ستمبر (اے پي پي) انفارميشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وزيرمملکت شيزه فاطمه خواجه وئيلي دې د ترهګرۍ خاتمې لپاره به ټولو له په ګډه خ??ل كردار لوبول وي، د پوځ په ضد د كمپائن چلوونكو به مقابله كول وي٬ مونږ له به يو م??ټې كېدو سره د پوځ ملګرتيا كول وي٬ د شهيدانو د قربانيو په سبب نن مونږ خپلو كورنو كښې محفوظ ژوند كوٶ۔ دې دا خبره د جمعې په ورځ والټن كښې د کيپټن محمد علي قرېشي شهيد د استوګنې دورې په مهال د شهيد كورنۍ سره د غمرازۍ نه وروستو م??ډيا سره كړې۔ شيزه فاطمه د کيپټن محمد علي قريشي خدمات او مړانې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولې همدردۍ د شهيدانو كورنيو سره دي ٬ د شهيد د كورنۍ د حب الوطنۍ جذبه ??و ايثار د ستائنې وړ ده٬ قام به د شهيدانو او د دوي د كورنيو قربانۍ تل يادې ساتي۔ دې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان شوي زمونږ اتلان دي٬ د ترهګرۍ لعنت تر خاتمې به په قلاره نه كېښنو۔ دې ووېيل فېك نيوز دا مهال لوي چېلنج دے او د دې مخنيوي لپاره عملي اقدامات كوٶ، د سوشل ميډيا غلط استعمال لاره نيولو لپاره به هر اقدام كوٶ۔ د دې نه وړاندې وزير مملکت د شهيد کيپټن محمد علي قريشي لوړو درجو لپاره فاتحه خواني كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔
د ترهګرۍ خاتمې لپاره به ټولو له په ګډه خپل كردار لوبول وي۔ شيزه فاطمه خواجه
पीटी ऑनलाइन विश्वसनीयता मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں














