اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپر??نو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي تحریک انصاف د انتشار ښكار دے ٬ د خپل مينځه اختلافات سبب دې پارليمان نه ګرځوي ٬ د پي ټي آئي يوه ډله پارليمان كښې بله بهر ده٬ د پي ټي آئي غړو د آئيني بدلون په مسوده خبرې اترې وكړې٬ كه دوي اعتراض لرلو نو خبرو كښې ولې شامل شو??؟ انكار به يۍ كړے ؤ۔ دوي خپل غړي په تياره كښې وساتل٬ د دروغو ډنډوره وكړې شو?? چې د هغوي غړي تښ??ولې شو??٬ څلورو غ??و د آئيني بدلون په حق كښې په آزاد حېثيت سره خپله رائے وركړې ۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د 26 م آئيني بندلون په منظورولو كښې ټول قانوني عوامل ترسره كړے شو??٬ په دې سياسي اتفاق وكړے شو?? هېڅ ډول تندي نه ده شوې۔ په دې تر دوه نيمو مياشتو د مشاورت سلسله روانه وه۔ د مولانا فضل الرحمن غوښتنه وه چې په دې آئيني بدلون دې اېس سي او څخه وروستو غور وكړے شي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف لارښودو مولانا فضل الرحمن سره په كنفرنس كښې پخپله وئيلې وو چې 90 فیصد تحفظات لرې كړے شو??۔ ده ووئيل پي ټي آئي نه خو د پارليماني پارټۍ ميټنګ وكړو او نه يۍ غړو ته ووئيل٬ كومو غ??و چې ووټ وركړو هغه آزاد غړي وو٬ هغوي په آزاد حېثيت سره په ايوان كښې موجود وو۔ پي ټي آئي د دې معاملې متنازعه كولو هڅه وكړه او دا تور يۍ ولګولو چې د دوي غړي تښ??ولې شو??۔ ده ووئيل دې غړو د ضمير په غږ د خپلې خوښې تر مخه ووټ وركړو۔ ده ووئيل تحريك انصاف خپل كسان به تياره كښې ساتلي دي ٬ دوي خپلو غ??و ته بريفنګ نه ؤ وركړے۔ نن يۍ راغوښتلي او پوښتنه يۍ ترې كړې چې تاسو په نامې وركولو كښې د چا نه پوښتنه كړې وه۔ دوي خپله جھګړا د پارليمان په سر د اچولو هڅه كوي٬ دوي خپلو كښې اختلاف لري۔ كه دوي په خبرو كښې برخه نه اغسته او په آئيني مسوده مو خبره كول نه غوښنه نو نه به مو كوله۔ دوي مولانا فضل الرحمن له څو څو وارې ولې لاړل ۔ دوي به وئيلي وو چې مونږ خبره نه كوؤ۔ پارليماني كمېټۍ له مو نامې په خپله خوښه وركړې ٬ په خپله خوښه مو په دې كښې ګډون ونكړو٬ د دوي خپله مينځي اختلافات رامخې ته شو??۔ ده ووئيل د تحریک انصاف څلور ډلې دي كوم چې دلته يو بل سره جھګړې كوي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف غړي دې په خپل ګوند كښې دننه خپلې چارې پخپله سمې كړي۔ آئینی بدلون تاريخي دستاوېز دے كوم چې دې ايوان منظور كړے٬ د دې ګټه به اولس ته ورسي او د عام ??ګړي مقدمات به په ترجيحي بنياد??نو اورېدلې شي
تحريك انصاف د انتشار ښكار دے ٬ د خپل مينځه اختلاف سبب دې پارليمان نه ګرځوي: وفاقي وزير عطاﺀ تارړ
ट्रेजर ट्री एंटरटेनमेंट विश्वसनीय एपीपी
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ














