اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پېښور كښې سكھ ټولنې سره تعلق لرونكو د دوه پاكستانيانو د قتل سخته غن??نه كولو سره هدايت كړ?? چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی دې د وګړو او په خاص توګه د غېر مسلم پاكستانيانو د ځان او مال حفاظت باوري كولو لپاره اقداما?? وكړي، د رنجيت سنګھ او كنول سنګھ قاتلان دې زر ونيول شي او د قانون له مخې دې سخته سزا وركړې شي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د دې ترهګرې په شا د پاكستان دښمني ده. داسې دښمنان به له مېنځه وړو. وزيراعظم د رنجيت سنګھ او كنول سنګھ كورنۍ سره غمرازي وكړه او وې وئيل چې ځپليو كورنيو ته باور وركوو چې د قاتلانو په نيولو كښې به وفاقي حكومت ??شپړه مرسته كوي.
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا