اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې ګوادر به د سنګاپور او هانګ كانګ په ډول پورټ سټي جوړولې شي۔ ګوادر كښې به د برېښنا او اوبو په مسئله ډېر زر قابو وموندلې شي۔ په وفاقي بجټ كښې د ګوادر 50 زلمو ته د هېواد بېلو پ??هن??ونونو كښې زده كړې ترلاسه كولو له بجټ اېښودې شوې۔ دغسې 50 ځوانان به د ??ين ژبه زده كولو له ??ين ته لېږلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ګوادر پورټ كښې د اېسټ بے اېكسپرېس وے آف ګوادر پورټ بنياد اېښودو په مهال دستورې ته وكړه۔ دا 6 لارې سړك او رېلوے ټرېك به ګوادر مكران كوسټل هائي وے سره وتړي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دستوره كښې خاص مېلمه وو۔ په دې مهال د پورټ اېنډ شپنګ وفاقي وزير مير حاصل بزنجو ٬ وفاقي وزير عبد القادر ٬ د بلوچستان اعلی وزير او ګورنر٬ د ??ين سفير٬ پورټ چارواكي او د سيمې مشران لويه شمېره كښې موجود وو۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل سي پېك سره به د ګوادر په شمول ټول هېواد كښې خوشحالي راشي او ځائي وګړو ته به روزګار ترلاسه شي۔ ده ووئيل په كال 2013 كښې چې كله پخواني وزيراعظم نواز شريف د ??ين دورې په مهال سي پېك منصوبه لاس ليك كړه نو دا دغه مهال د كاغذ يو پرزه وه ولې د دواړو حكومتونو د كلك عزم او هڅو په سوب دا يو حقيقت شو۔ ده ووئيل ??ين د پاكستان مخلص ملګرے او ??ين د پاكستان په يو داسې وخت كښې ملګرتيا وكړه كله چې كوم هېواد د پاكستان ملګرتيا كولو ته تيار نه ؤ۔ ده ووئيل پايد مونږ د كال 2013 پاكستان هېر نه كړو۔ 20 څخه تر 22 ساعتو لوډشېډنګ به كېدلو ۔ ٬ ده ووئېل د امن وضعه ناوړه وه۔ ولې نن ځائي اولس د ګوادر پرمختګ څخه مطمئن دے۔ ده ووئيل نن په سي پېك ټول مشرتابه او صوبې يو موټي دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت ګوادر كښې پ??هن??ون جوړولو له يو ارب روپۍ بېلې كړې ۔ دستورې ته د ??ين سفير هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې هغه ووئيل پاكستان او ??ين نزدې ملګري هېوادونه دي او دا ملګرتيا به ټول عمري په ځائې ساتلې شي۔ ده ووئيل ګوادر پورټ به پاكستان ټولې نړۍ سره وتړي
ګوادر به د سنګاپور او هانګ كانګ په ډول پورټ سټي جوړولې شي۔ ګوادر كښې به د برېښنا او اوبو په مسئله ډېر زر قابو وموندلې شي
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے