اسلام آباد 27 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې نن يوه غونډه نه بلكې نننۍ غونډې سره تاريخ رقم كېدونكې دے، پاكستان نن پرېكړه كوي چې د سياست د حرامې پېسې څخه نجات وركول دي. د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل چې يو خودار او خپلواكه قوم جوړېدو سره ژوند تېرول دي. ده ووئيل چې ټول تنظيمي مشران او ټاكل شوي استازي د خپلو سيمو څخه د جلوسونو مشري كوي. ده ووئيل چې د ټولو د سوچ څخه زيات خلق په غونډه كښې ګډون كولو لپاره راروان دي، ځكه د اندازې نه به زيات وخت لګي.
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena