لاهور 12 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د اپوزيشن ناارامي ليدل كېدې شي، كومو چې د يو بل په خېټه چاړه منډله، هغه يوځائ شول، كرپټ اشرافيه يو ځائ كېدو سره هم د عمران خان هېڅ نه شي كولې، دا دوه درې يو ځائ كېدو سره د عمران خان مقابله نه شي كولې. د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې ن ليګ پاپړ خرڅوونكي، ريړې لګوونكي او غريبان د بانكونو د لارې ارب پتي كړې دي. شهباز شريف او د هغه زامنو ملك مقصو په 9 زره روپې ملازم ساتلو سره ارب پتي كړو. مسرور انور د وفات كېدو نه پس هم د شريفانو په وجه ارب پتي كېدو. د دوي د اكاٶنټس څخه شهباز شريف خپل ځان او بېګماتو ته ګاډي او كورونه اخستل. ده ووئيل چې د ملك مقصود، عبدالجبار او د هغو ديارلس كسانو د كومو په نوم چې لوټ مار شوے، بيانونه اېف آئي اے سره موجود دي او بايد په دې شهباز شريف ته يوه خاص تمغه وركړې شي. ده ووئيل چې اپوزيشن چې هر څه وكړي، دا به يوازې مونږ طاقتور كړي.
د اپوزيشن ناارامي ليدل كېدې شي، كومو چې د يو بل په خېټه چاړه منډله، هغه يوځائ شول، كرپټ اشرافيه يو ځائ كېدو سره هم د عمران خان هېڅ نه شي كولې. د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis