اسلام آباد۔13اګست (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي حكومت د پاکستان د جرړو كمزوري كولو نظام د بدلولو حتمي پرېكړه كړې ٬ د 2300 اربه روپو ګرځنده قرض په صورت زيات بوج او لويو زيانونو سره هېواد مخ په وړاندې نشي تللے٬ نه يوازې کورنيو صارفينو بلکې د کركېلې، صنعت، سپورټس او دوکاندارانو په ګډون ټولو طبقو لپاره د بجلۍ بیعې كمولو له هڅې روانې دي٬ لګښت كمېدو سره برآمدات زياتېدے شي ٬ د بجلۍ بيعه كښې كمے او د نظام بهترۍ سره به زمونږ معيشت وده وكړي ٬ د نوې تعينات كړے شوو چيئرمېنز او بورډ غړو لپاره تر ټولو لوي چېلنج په بلونو كښې د كمي زياتي مخه نيول دي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د بجلۍ وېش شركتونو نوو چيئرمېنز او د ب??رډ غړو غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع د كابينې غړي ٬ وفاقي سېكتران او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔ و??يراعظم ووئيل زه تاسو ټولو له مباركي دركوم او ستاسو مننه كوم چې تاسو دا ذمه واري سنهبال كړه۔ تاسو د پا??ست??ن محترم وګړي يې او په خپلو خپلو څانګو كښې مو د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔ و??يراعظم ووئيل د آزادۍ ورځ راتلونكې ده زه دا ګڼم چې تاسو په دې حقله هم د مباركۍ مستحق يۍ چې مونږ په ډسكوز كښې د ښو كسانو په تعيناتۍ د آزادۍ ورځې خوشحالۍ زياتوو۔ و??يراعظم ووئيل باور ??رم چې نوے چيئرمېن او د ب??رډ غړي به خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو كښې كامياب شي او د قامي خذمت دا فرض به په غوره ډول ترسره كړي۔ و??يراعظم ووئيل په كومو ډسكوز كښې چې تاخير شوے هلته د قانوني كاروايۍ لړۍ روانه ده٬ هيله ده هغه به ډېر زر پايې ته ورسي۔ ده ووئيل د يوې اندازې له مخې هر كال د 500 اربه روپو بجلي غله كيږي او دغه د يو بل په مرسته كولې شي٬ په ډسكوز كښې ښه افسران هم شته خو چې كومو د ډسكوز په تباه كولو كښې كوم كمے نه دے پرېښودے هغوي هم كم نه دي۔ و??يراعظم ووئيل د نوې تعينات كړے شوو چيئرمېنز او بورډ غړو په وړاندې تر ټولو لوي چېلنج په بلونو كښې د كمي زياتي مخه نيول دي۔ ده ووئيل د حكومت سل په سل پړېكړه د هغه نظام بدلولو ده كومو چې د پا??ست??ن جرړۍ كمزورې كړي٬ دا مهال د 2300 اربه روپو ګرځنده قرضه راپورې ده ٬ تېر كال زمونږ مجموعي وصولۍ 9.3 ټریلین روپۍ وې ٬ ګرځنده قرضه زمونږ د مجموعي وصولو په درېو كښې يوه برخه ده۔ ده ووئېل مونږ له به سوچ كول وي چې دا هېواد دومره لوي بوج سره څنګه چلېدے شي۔ و??یراعظم ووئيل لائن لاسز ٬ كمزورے ټرانسمېشن نظام او نورې مسئلې هم شته۔ ده ووئيل چين سره زمونږ خبرې روانې دي٬ د سكرو د لارې چلېدونكې پاور پراجېکټس به مكس كول سره چلولې شي۔ دې سره به د درآمدي سكرو په مد كښ د كال يو ارب ډالر بچت شي۔ ده ووئيل په درآمدي ايندھن چلېدونكې پخوانۍ منصوبې بندې پرتې دي او د تنخاګانو او مراعاتو په مد كښې په اربونو روپۍ وركولې شي۔ ځينې پلانټس سكرېپ شوي ۔ دا هغه چېلنجونه دي كومو سره چې پاور سېكټر مخ دے۔ ده ووئيل مونږ د نواز شريف په مشرۍ كښې اېل اېن جی پلانټس لګولې وو٬ د نېپرا د ټېرف په مقابل كښی دا پلانټس په نيمه بيعه لګولې شوې وو۔ د كوم كار چې پرېكړه وكړې شي پاك پروردګار يۍ لارې آسانې كړي خو كه نيت سم نه وي نو په مقدر كښې بيا تباهي وي۔ ده ووئيل مونږ له به پرېكړه كول وي چې په ښه نيت به كار كوؤ۔ ده ووئيل هيله ??رم چې تاسو به د يو ټيم په توګه كار كولو سره د بجلۍ څانګه ستونزو څخه رابهر كړئ۔ و??يراعظم ووئيل يوازې کورنيو صارفينو له نه بلکې د کركېلې، صنعت، سپورټس او دوکاندارانو په ګډون ټولو طبقو لپاره د بجلۍ بیعې كمولو له بشپړه هڅې روانې دي٬ دغسې چې معيشت وده ومومي٬ تر كومې چې د بجلۍ بيعه او لګښت كم شوے نه وي زمونږ برآمدات زياتېدے نه شي٬ د بجلۍ بيعه كښې كمي او د نظام بهترۍ سره به زمونږ معيشت وده وكړي۔ حكومت ٬ اېس آئی اېف سي او ټولې ادارې په لړ كښې كار كوي۔ و??يراعظم ووئيل كوم كسان چې دا كار كاميابۍ سره سر ته ورسوي هغه به زمونږ قامي اتلان او زمونږ د سر تاجونه وي۔ ده ووئيل كوم كسان او ډسكوز چې خپله كاركردګي نه ښه كوي هغوي به معاف كولې نه شي۔ په دې به كومه سودا ونه كرې شي ، دا يو ښكاره پېغام دے۔ ده ووئيل زمونږ ټول صلاحيتونه د پا??ست??ن ښه كولو لپاره مصرف كيږي ٬ څوك چې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوي د هغوي د خذمات به اعتراف كولے شي۔
حكومت د پاکستان جرړو كمزوري كونكې نظام د بدلولو پريكړه كړې ٬ د 2300 اربه روپو ګرځنده قرض سره هيواد مخ په وړاندې نشي تللے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د بحلۍ ويش كوونكو كمپنو نوو مشرانو او د بورډ غړو ته خطاب
Flame Mask Integrity Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی