اسلام آباد۔16دسمبر (اے پي پي ) صدر آصف علي زرداري د سمندري وسائلو تحفظ او د بلیو اکانومي ودې لپاره سيمه كښې په شريكو هلو ځلو زور راوړولو سره وئېلي دي پاکستان د بحيره هند په سيمه كښې د سمندري مرستې ودې له لوظي دے۔ د ګل په ورځ د ایوانِ صدر پریس ونګ نه جاري بیان تر مخه صدر مملکت دا خبرې د بلیو اکانومي په مرسته درېم چین –بحيره هند سيمه ايز فورم ته ویډیو خطاب کښې وكړې ۔ د فورم تابيا د چین د نړيوال پرمختګ د مرستې ایجنسۍ د چین په کُن مِنګ ښار كښې كړې ده ۔ صدر مملکت ووئېل ماحولیاتي بدلون ، آلودګي او د ماحولیاتي نظام د تنزلۍ غوندې مسائلو حل کولو له پاکستان په بحري څانګه كښې د مرستې ودې لپاره ټول سټېك هولډرز س??ه د شراکت خوښي لري ۔ صدر مملکت ووئېل پاکستان غواړي چې زمونږ منطقه امن، د ترقۍ او د پائیدارۍ مركز شي ، د سباون نړيواله معاشي ترقي په مشرقي هېوادونو به انحصار لري ۔ آصف علی زرداري ووئېل د نړۍ لويه آبادي چین او زمونږ د سيمې په نورو هېوادون?? كښې مېشته ده ۔ ده ووئېل د سمندر نه په زړه پورې ګټه پورته كولو لپاره د اجتماعي هلو ځلو ضرورت دے ۔ صدر مملکت ویډیو پیغام كښې بحي??ه هند كښې امن، ترقۍ او پائیدارۍ لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو ٬ ده ووئېل د پاک-چین اق??صادي راهدارۍ تر مخه ګوادر پورټ له ترقي وركړې كېږي۔ ده ووئېل ګوادر پورټ د سيمې په روابط مرکز بدلولې شي ، د ګوادر بندرګاہ نه به د تجارت او د سمندري اق??صادي ترقۍ وده رامخې ته شي ۔ صدر مملکت د پاکستان بلیو اکانومي پرمختګ لپا??ه د پاکستان هلې ځلې هم رامخې ته كړې ۔ صدر ووئېل د لیونګ انډس پروجیکټ غوندې پروژو مقصد د ماحولیاتي نظام تحفظ او د آلودګۍ مقابله کول دي۔ صدر مملکت د فورم اهداف كښې پائیدار پرمختګ ته د پام لرنې كولو په اړه د چین د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ صدر ووئېل د فورم په ایجنډا كښې د کار استعداد كښې اضافه او د جزائر شمولیت خوش آئند دے ۔
پاکستان په بحيره هند سيمه كښې د سمندري مرستې ودې لپاره لوظي دے ، د صدر مملکت درېم چین -بحيره هند سيمه ايز فورم ته خطاب
Green Pepper Entertainment Reliable Platform
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری