اسلام آباد۔6جنوری (اے پی پی) د اقتصادي پوهانو وېنا ده چې د داخلي او بهرنيو چېلنجونو باوجود د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كلي معيشت په پياوړې كولو كښې كامياب پاتې شوې٬ په معيشت كښې لچك او په اقتصادي اشاريو كښې بهتري د حكومت د غوره انتظام عكاسي كوي۔ د كووډ – 19 نړيوالې وبا په نتيجه كښې د معاشي ستونزو او په نړيوال ماركيټ كښې د څلورو ليسزو نه پس د غلو او ضروري څيزونو په بيعه كښې د اضافې باوجود د پاكستان معيشت د لچك څرګندونه كړې ده۔ د اسلام آباد چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري (آئي سي سي آئي) صدر شكيل منېر اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې په يو داسې وخت كښې كله چې د نړۍ معيشت د منفي پرمختګ مشاهده كوي ٬ د حكومت لخوا د معارفي كړې شوې غوره پالېسيو له امله د پاكستان معيشت د پياوړې كاركردګۍ څرګندونه وكړه۔ د آئي سي سي صدر د كورونا وبا په مهال د حكومت لخوا په زړه پوې انتظامي كاركردګي د ښه معاشي كاركردګۍ ذمه واره وګرځوله چې په نتيجه كښې د روان مالي كال په مهال معيشت د جي ډي پي نزدې 5 فيصده شرح سره پرمختګ پلو روان دې۔ د زرمباله پنګې ښې شوي دي او د كال 2011 نه وروسته د حسابات جاري خساره تر ټولو كمه رپورټ شوه۔ دا اقتصادي نمو په يو داسې وخت كښې ترلاسه شوه كله چې نړۍ په لويه كچه پېداوار او نمو كښې كمي سره مخ ده۔ په هند كښې په دومره موده كښې اقتصادي نمو كښې د 8 فيصد ٬ برطانيه كښې د 10 فيصده ٬ امريكا كښې د 3.7 فيصده او ايران كښې د 6.5 فيصده كمې شوې دې۔ د اسلام آباد چېمبر صدر ووئيل د سټېټ بېنك آف پاكستان لخوا کاروباری ورورولۍ لپاره پورته كړې شويو ګامونو سره به معاشي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي او برآمدات به زيات شي۔ د اقتصادي پوهانو لمخې د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر په ريكارډ كچه زياتېدو سره 29.4 اربه ډالره ته رسېدلې دي كوم چې په پېوست مالي كال كشی 23.1اربه ډالره وو۔ د وفاقي ټېكسونو په وصولۍ كښې په مالي كال 2021 كښې ريكارډ اضافه وشوه او دا د كال 2018 كچې څخه نزدې يو ټريلين روپۍ زيات ريكارډ كړې شوه۔ دغسې په نان ټېكس ريوينو كښې هم په لويه كچه اضافه وشوه او تېر كال د دې حجم 1,630 اربه روپو ته ورسېد۔ د پاكستان د كلي معيشت كاركردګۍ نړيوال مالياتي فنډ ٬ نړيوال بېنك٬ آسيائي پرمخيائي بېنك ٬ موډيز ٬ اېس اېنډ پي او د فچ به شمول ټولو نړيوالو مېكرو اكنامك مالياتي ادارو هم تائيد كړې دې۔ د پاكستان لخوا د وائرس خپرېدو مخنيوي له د لګولې شويو زياتره بندېزونو په ختمولو له اكانومسټ پاكستان ’اکانومسټ‘ ورلډ نارملسی انډېکس كښې په اولني لمبر اېښودلې دې۔ د وزيراعظم د اقتصادي مشاورتي كونسل غړي عابد قيم سلهري كوم چې د اېس ډي پي آئي اېګزېكټو ډائرېكټر هم دې ووئيل د معيشت كاركردګۍ څخه د حكومت د ښه انتظام عكاسي كېږي۔ هغه وووئيل په ترسيلات او برآمدات كښې په زړه پوې نمو شوې۔ هغه ووئيل د ښه انتظام د لارې نه يوازې په تحارت او ترسيلات زر ښه كولو كښې مرسته ترلاسه شوه بلكه پاكستان د آئي اېم اېف او نړيوال بېنك باور ترلاسه كولو كښې هم كامياب پاتې شو۔ هغه ووئيل اګركه په مجموعي برآمداتو كښې اضافه وشوه ولې د ټېكسټائل څانګې تر ټولو نه د زياتې ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې ده۔
د داخلي او بهرنيو چېلنجونو باوجود د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كلي معيشت په پياوړې كولو كښې كامياب پاتې شوې٬ په معيشت كښې لچك او په اقتصادي اشاريو كښې بهتري د حكومت د غوره انتظام عكاسي كوي۔ داقتصادي پوهان
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ