اسلام آباد 16نومبر (اے پي ??ي) د نېشنل هېلت وفاقي وزير سائره افضل تارړ د بل ملنډا ګېټس فاٶنډېشن مشر بل ګېټس سره تېره ورځ په ابوظهبي كښې ليدلي۔ ?? ملاقات په مهال د بل ګېټس فاٶنډېشن او پاكستاني حكومت ترمېنځه د شريكې په مرستې په چارو تفصيلي خبرې شوې۔ په دې موقع بل ګېټس په خاص توګه پاكستان د پوليو خاتمې په اړه د پاكستان د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د پاكستان قيادت د دې رنځ خاتمې لپاره بشپړه هڅې كوي۔ بل ګېټس د پوليو صورتحال ښه والي په اړه او د صحت په څانګه كښې د په لويه كچه په اصلاحاتو كولو سائره افضل تارړ ته پېرزونې وړاندې كړې۔ په دې موقع بل ګېټس ووئيل د پوليو خاتمې نه علاوه مونږ ?? صحت په څانګه كښې جديت او د ټېكنالوجۍ د كارولو په اړه د پاكستان سره مرسته كښې خوښي لرو۔
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ