پېنډي31 دسمبر (اے پي پي) ټانك او ميرعلي كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې دوه ترهګر مړه او يو نيولې شوې٬ د ډزو په مهال 4 امنيتي اهلكار هم شهيدان شوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونو په ټانك كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات كړي٬ د عملياتو په مهال دوه ترهګر وژلې شوي او د شناخت د شاه زېب عرف ذاكر او د دانيال په نامه شوېده۔ د ترهګرو قبضې څخه وسله او ګوله بارود هم برآمد شوي٬ وژلې شوي ترهګر د امنيتي اهلكارو په ضد د ترهګرۍ په كاروائيو٬ هدفي وژنو او په اغواء برائے تاوان كښې ككړ وو۔ بلخوا په ميرعلي كښې امنيتي ځواكونو د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عمليات كړي چې په كښې يو ترهګر وسله او ګوله بارود سره نيولې شوې او په دې مهال د ډزو په تبادله كښې 4 سيكورټي اهلكار شهيدان شوي۔ په شهيدانو كښې حوالدار منور (بهاولنګر)٬ عسكر ذکاء الله(لكي مروت)، عسكر فرحان (كوهاټ) او عسكر شيزاز (اېبټ آباد شامل دي
ټانك او مير علي كښې د امنيتي ځواكونو عمليات٬ دوه ترهګر ووژل شول، يو ګرفتار او د ډزو په تبادله كښې 4 امنيتي اهلكار شهيدان
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری