اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارولو څخه انقلابي بدلون رامخې ته كېدې شي٬ ??اکستان هم د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارلو څخه استفادہ كولې شي٬ ??ونږ له به پاکستان كښې د بشري وسائلو پرمختګ پلو پام ګرځول وي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د ګل په ورځ په ډيجيټل ټولنه كښې د كوټلي پرمختګ په سرخط كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس م??ر ووئيل څلورم صنعتي انقلاب د ژوند په هره څانګه مهم اثرات مرتب كړي۔ ده ووئيل د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارولو څخه انقلابي بدلون رامخې ته شوې ا?? و??سره زيات چېلنجونه هم راپېدا شوې دي چې مثبت او منفي دواړه ډول اثرات لري۔ ده ووئېل د ژوند په يو شمېر څانګو كښې د ډيجيټل ټيکنالوجۍ په زړه پورې اړخونو څخه استفاده كېدې شي۔ اولس م??ر ووئيل مونږ له به دا جاج اخستل وي چې ډيجيټل ټيکنالوجۍ څخه څنګه مستفيد كېدې شو او څنګه د دې په استفاده كولو اولس لپاره آسانۍ راپېدا كېدې شي۔ ده ووئيل د ډيجيټل ټيکنالوجۍ د لارې د اولس خېرښګرې پروګرامونو له هم مرسته ترلاسه كېدې شي٬ دې څخه به د احساس پروګرام كاميابۍ لپاره هم معاونت ترلاسه شي۔ ده ووئيل د تجارت او كركيلې په څانګه كښې هم د ډيجيټل ټيکنالوجۍ كارولو سره انقلاب راوتللې شي۔ ده ووئيل ډيجيټل ټيکنالوجۍ څخه به په ځائي كچه د لوړو زده كړو موقعې هم راپېدا شي۔ ده ووئيل كوټلي پرمختګ لپاره د غريب او شتمند ترمېنځه فرق او معاشرتي تفر??ق به هم ختم شي۔ اولس م??ر ووئيل مونږ له به پاكستان كښې د بشري وسائلو پرمختګ پلو پام ګرځول وي۔
د ډيجيټل ټيکنالوجۍ په كارولو انقلابي بدلون رامخې ته كېدې شي
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena