اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي سياسي جھګړو نه څانله به مونږ له د سباؤن منصوبه بندي كول وي’د اوبو په وسائلو د آبادۍ زياتوالې په وجه شديد فشار دے’كه مونږ په سمدستي توګه منصوبه بندي ونه كړه نو زمونږ لپاره به مسئلې زياتې شي’ دې معاملې ته د قومي ايمرجنسي درجه وركولو سره بيړني اقدامات كولو ته اړټيا ده۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير ووئيل په حقيقت كښې اوبه دومره نشته او په آبادۍ كښې د زياتوالي په وجه د اوبو په استعمال كښې زياتوالے كېږي۔ ده ووئيل وړاندې به زمونږ په كليو كښې تالابونه وؤ ‘ اوس وګړو هغه ختم كړي په هغې ئې قبضې كړي۔دغسې په شاملات هم قبضې شوي او هلته چې د اوبو د ذخيره كولو كومې ذريعې وي هغه هم ختمې كړې شوي۔ده ووئيل د اوبو ضائع كول د فطرت نفي ده ‘ بايد په دې خبره مونږ سوچ وكړو۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د چلغوزو په ځنګل كښې اوور لګيدلے خو د هغې د وژلو لپاره زمونږ سره اوبه نشته دغسې ځناور او انسانان هم د اوبو لپاره ګرځي۔ بارانونه كم شوې او كله چې كېږي نو ډير زيات كېږي۔
زمونږ د اوبو مسئلې به سنګينې شي، د قومي ايمرجنسي درجې وركولو سره هنګامي اقدامات كولو ته اړتيا ده ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil