پېنډۍ 26 اکتوبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي د پوهانو او د سول سوسائټۍ زياته ذمه واري ده چې ھغوي دا خبره باوري كړي چې زمونږ اولس په خاص توګه زلمے كول د پاكستان د رياستي ادارو په ضد د روانې پروپېګنډې په ضد خپل معلومات زيات كړي او د دې مقابله وكړي٬ د هر پاكستاني حفاظت او سلامتيا ډېر اهميت لري په كومه چې په هېڅ قيمت د سودا كولو اجازه نشي وركړې كېدې۔ د آئي اېس پي آر له مخې دا خبره د پوځ سرلښكر د 25م نېشنل سېكورټي وركشاپ ګډون كولو ته خپلې وېنا كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ په جي اېچ كيو كښې دوي سره ملاقات كولو۔ ګډون كوونكو ته په نړيوال او سيمه ايز امنيت او د قامي سلامتيا په صورتحال بريفنګ وركړے شو۔ جنرل سيد عاصم منير ووئيل د پاكستان وسله وال ځواكونه٬ امنيتي او استخباراتي ادارې د دښمن قواو د پرله پسې هڅو باوجود د ترهګرۍ د لعنت په مړانه مقابله كوي، د پاکستان د اولس پرله پسې مرستې سره به ان شآء الله كاميابي زمونږ مقدر جوړېږي۔ دغسې ګډون كوٶنكي د غېر قانوني هلو ځلو لاره نيولو لپاره د پورته كړو ګامونو نه هم خبر كړے شول، چې پكښې قاچاق، د برېښنا غلا، د نشه اي توكو خپرول، د بارډر کنټرول اقدامات او پاکستان څخه د غېر قانوني غېر ملكيانو وطن ته د ستنولو په موضوع سرلښكر د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئېل د هر پاكستاني حفاظت او سلامتيا ډېره د اهميت وړ ده د كومې چې په يو قيمت د سودا كولو اجازه به ورنه كړې شي۔ سر لښكر د معيشت بهترۍ لپاره د شوو يو شمېر فعاله اقداماتو ذكر هم وكړو چې پكښې خاص سرمايه كاري سهولت كونسل په نيتجه كښې په معيشت مثبت اثرات هم رامخې ته شوي۔ سرلښكر وووئيل پاك پوځ د اولس بهترۍ لپاره د رياست نورو ادارو سره په ګډه په بېلو څانګو كښې په قامي او صوبائي كچه په بشپړه توګه ھڅې كوي، مونږ يو مضبوط قام يو چا چې امن او استحكام لپاره بلها ازمېښتونه زغملي دي ۔ د نېشنل ډيفنس پوهنتون كلن نېشنل سيکيورټي ورکشاپ كښې د هر مكاتب فكر نمائندګان شريك وو ٬ په 25م نېشنل سيکيورټي ورکشاپ كښې پارلماني غړو٬ سول او د وسله والو ځواكونو سنيئر افسرانو او د سول سوسائټۍ نمائندګانو پشمول 98 كسانو ګډون كولو
د پاکستان په سلامتيا په هيڅ صورت د سودا اجازه نشي وركړې كېدې٬ د رياستي ادارو په ضد د روانې پروپېګنډې دې مقابله وكړې شي۔ د پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن